Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان په اړه د بریتانیا په کوربه توب غونډه؛ ملګري ملتونه د ۸ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کوي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): ملګري ملتونه د بریتانیا په کوربه توب جوړېدونکې غونډه کې د افغانستان لپاره له نړیوالو د اته میلیارد ډالره مرستې غوښتنه کوي او وایي چې د نجونو د ټولو ښوونځيو پیلېدو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دفتر (يوناما) دوه ورځې وروسته (د مارچ ۳۱مه) د بريتانیې په کوربه‌ توب د افغانستان لپاره د بشري مرستو راغونډولو غونډه جوړوي.

سرچينې لیکلي چې جرمني او قطر هم اماده دي چې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس په جوړولو کې له بريتانيې سره همکاري وکړي او د دې غونډې د جوړېدو اساسي موخه، په روان ۲۰۲۲ کال کې هغو ۲۳ میلیونه افغانانو ته د مرستو راټولول دي چې اوسمهال له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مطبوعاتي دفتر معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره په یاده غونډه کې په افغانستان کې د بشردوستانه او لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د ۸ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو له دې مخکې د افغانستان لپاره له نړیوالو د څلور اعشاريه څلور میلیارده ډالرو غوښتنه کړې خو تر اوسه‌‌ یې یوازې ۱۳ سلنه راټولې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې عمومي مشر‎ اچیم سټینر «Achim Steiner» چې دوه ورځې مخکې د بشري ناورین او د راتلونکو پراختیایي پروګرامونو څېړنې په موخه افغانستان ته راغلی، نن یې په کابل کې خبریالانو ته وویل، کابل ته د راتګ موخه یې د بریتانیا په کوربه توب جوړېدونکې لپاره د افغانستان د وضعیت څېړنه ده.

سټینر په داسې حال کې چې د افغانستان له خصوصي سکټوره یې ملاتړ وښود، ویې ویل چې یادې غونډې ته به د افغانستان د بحران په اړه خپل د سترګو لیدلی حال وړاندې کړي.

د ده په وینا، ملګري ملتونه به په یاده ‎غونډه کې په افغانستان د بانکدارۍ سیستم د حل لارو، کوچینو متشبثینو، په ځانګړې توګه په سیمه ییزو ټولنو کې د ښځو په مشرۍ تصدیو سره پر مرستو هم خبرې خبرې وکړي، څو د دغه هېواد اقتصاد پر پښو ودرېږي.

د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ته غبرګون

سټینر په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پر نه پیلېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دغه اداره او نړیواله ټولنه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ښوونکو او یا په نورو تخنیکي برخو کې مرستې ته چمتو ده.

تېره اوونۍ د افغانستان په سړو سیمو کې ۱۴۰۱ ښوونیز کال پیل شو؛ خو حکومت د نجونو تر شپږم پورته ټولګيو پرانيستل تر بل  امر پورې وځنډول.

چارواکي وایي، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به دغه ښوونځي پرانيستل شي.

سټینر وویل چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل به نجونو او حکومت ته خطرناکې پایلې ولري.

د ده په وینا، که چېرې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي پاتې شي، نړیواله ټولنه اړه ده چې خپلو لومړیتوبو ته تغییر ورکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم نن د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له عمومي مسوول سره په ارګ کې وکتل.

‏د سرچیني د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز په دې ناسته کې وویل چې په دې وروستیو کې یې په قطر کې د ۴۰ مرسته کوونکو هېوادونو له استازو سره لیدلي او هغوی یې له افغانانو سره مرستو ته هڅولي دي.

د دې په وینا، ملګري ملتونه د افغانستان له سکتوري وزارتونو سره د اقتصادي ستونزو په اړه بحث او د معقولو حل لارو لټولو ته چمتو دي.

‏د خبرپاڼې له مخې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده ناسته کې ویلي چې د شته ستونزو او ننګونو له حل کېدو سره به لا ډېر پرمختګ ته زمینه برابره شي.

د ده په وینا، د همغږۍ او همکارۍ له لارې باید د بشري مرستو د شفاف وېش او مستحقینو ته د هغو د رسولو په برخه کې د حکومت او نړیوالې ټولنې قناعت حاصل شي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا په چین کې هم د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ ناسته جوړېږي چې د افغانستان د ثبات د ټينګښت او له افغانانو سره د بشري مرستو پر راجلبولو به متمرکزه وي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.