Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سوداګر: د پیسو لېږلو په برخه کې محدودیتونو د لومړنیو توکو بیې لوړې کړې دي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ٩ وری ۱۴۰۱): په کابل کې یو شمېر سوداګر وايي چې نورو هېوادونو ته د پیسو نه لېږل کېدو له امله د لومړنیو او نورو توکو بیې لوړې شوې او له حکومت غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

بلخوا مرکزي بانک وايي، هڅه کوي سوداګرو ته له هېواده بهر د پیسو د لېږد په برخه کې ډېرې مالي اسانتیاوې رامنځته کړي.

د زاهد زاخېلوال په نوم یوه سوداګر پژواک ته وویل، دوی نه شي کولای خپلې پیسې له هېواده بهر ولېږي.

هغه وايي: ((امریکا افغان حکومت ته لیک لېږلی و چې د افغانستان بانک کولای شي خپلې پیسې انتقال کړي، خو تر اوسه بانکونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.))

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان په بازارونو کې د توکو بیو لوړېدو لامل د پیسو د لېږد په برخه کې محدودیتونه دي؛ که څه هم ډېر وخت وشو چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټ شوی دی.

په ورته وخت کې په کابل کې د البدر کمپنۍ رییس محمدباز پژواک ته وویل چې اوس مهال په ټوله کې پیسې د تعلیق په حالت کې دي.

هغه وویل: ((د پیسو لېږل/ ترانسفر په بندېدو سره په بازار کې د لومړنیو توکو بیې اوج ته رسېدلې دي، که د ترانسفر برخې ته توجه وشي، د سوداګرو ۵۰ سلنه ستونزې به حل شي.))

نوموړي زیاته کړه چې مخکې د افغانستان داخل او بهر کې د پیسو لېږل/ ترانسفر نورمال و، خو اوس مهال په ټوله کې بند شوی دی.

هغه له حکومت وغوښتل چې د ترانسفر په برخه کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د توصیف لمیتید شرکت رییس مخلص احمد پژواک ته وویل چې مخکې ټولو خصوصي بانکونو پیسې ترانسفر کولې، خو اوس مهال یوازې د افغانستان نړیوال بانک (ای ای بی) ځينو هغو شرکتونو ته چې خوارکي توکي صادروي، پیسې ترانفسروي.

نوموړي زیاته کړه: ((مخکې په ۰.۲۵ سلنه لګښت پیسې ترانسفر کېدې، خو اوس یې لګښت ۲.۵ سلنه ته لوړ شوی دی.))

هغه وویل، د ترانسفر په برخه کې اساسي ستونزه دا ده چې مخکې یې کولای شول پیسې ولېږي، خو اوس مهال لومړی پیسې دوبۍ او وروسته یې نورو هېوادونو ته لېږي.

خو د مرکزي بانک ویاند مومند محمد صابر پژواک ته وویل چې د افغانستان بانک مشرتابه د اسعارو لېږل په برخه کې هڅه کوي چې لازم مقررات وضعه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بانک په سوداګرۍ کې د اسانتیا رامنځته کولو او بشري بحران د مخنیوي لپاره نورو هېوادونو ته د اسعارو لېږلو په برخه کې د تېر کال په تله میاشت کې د نړیوالو پیسو د لېږد لارښوود تدوین او تصویب کړ.

دی وايي چې لومړی ډېر ټینګار پر وارداتي لومړنیو او اساسي موادو و، خو د امریکا د عمومي جواز له صادرېدو وروسته په دې برخه کې هيڅ ډول ستونزه نشته.

نوموړي زیاته کړه چې مرکزي بانک هڅه کوي ژر تر ژره نورو هېوادونو ته د پیسو لېږلو په برخه کې سوداګرو ته مالي اسانتیاوې برابرې کړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.