ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاسپورټ ریاست: د پاسپورټونو وېش راتلونکې اوونۍ بېرته پیلوو

د پاسپورټ ریاست: د پاسپورټونو وېش راتلونکې اوونۍ بېرته پیلوو

author avatar
29 Mar 2022 - 16:48
د پاسپورټ ریاست: د پاسپورټونو وېش راتلونکې اوونۍ بېرته پیلوو
author avatar
29 Mar 2022 - 16:48

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): د پاسپورت ریاست مسوولین وايي چې د روانې وري میاشتې په ١٦مه نېته به په ټول هېواد کې د پاسپورټونو وېش لړۍ يو ځل بيا په عادي ډول پيل شي.

د پاسپورټ ریاست ویاند شفیع الله تسل د وري په ۹مه پژواک ته وویل چې په یاده نېټه ټول خلک کولای شي د پاسپورټ اخیستلو لپاره انلاین غوښتنلیکونه ډک کړي.

نوموړی زیاته کړه، هغو کسانو چې مخکې انلاین غوښتنلیکونه ډک کړي، د پاسپورټونو وېشلو بهیر به یې د وري میاشتې تر ١٥مې نېټې پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته عادي پيل شي.

تسل له خلکو وغوښتل چې د پاسپورټ اخیستو لپاره کوم چا ته پیسې ورنه کړي او خپله دې انلاین غوښتنلیکونه ډک کړي.

د هغه په وینا، د خلکو د کارونو اسانتیا په موخه هغه بانک چې د پاسپورټ لپاره پیسې په کې جمع کېږي، یاد ریاست ته انتقال شوى دی.

ده زياته کړه: ((تر اوسه پورې ۵ سوه زره کسانو ته پاسپورټونه وېشل شوي او څه کم دوه میلیارده افغانۍ عواید مو ترلاسه کړي او د حکومت خزانې ته جمع شوي دي.))

نوموړی وایي چې له هېواده بهر ۲،۴ میلیونه جلده پاسپورټونه د چاپ لپاره ورکړل شوي او شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته به راوړل شي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د پاسپورټونو د نامنظم وېش له امله خلک شکایت کوي او له حکومت غواړي چې دغه پروسه دې منظمه کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.