مزارشریف (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار په اتمه ناحیه کې تر لس ډېر سړکونه له جغل اچونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د مزارشریف ښاروال قدرت الله طارق وايي، خلکو ته د خدماتو ترسره کول د ښاروالۍ یو مسوولیت دی او هڅه کوي چې په ټول توان په لږو امکاناتو ډېر خدمات وړاندې کړي.
نوموړی له ښاریانو غواړي چې د عام المنفعه ځایونو په ساتنه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
د مزارشریف ښاروالۍ د انجینرۍ څانګې عمومي مدیر هاشم هاشم وایي، دغه سړکونه چې څه باندې اووه کیلومتره اوږدولی لري، له سروې او جغل اچونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
نوموړی زیاتوي چې په وروستيو مياشتو کې د مزارشریف ښاروالي د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې پر شاوخوا ۵۶ کیلومتره سړکونو جغل اچولی او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن