کابل (پژواک ۱۰ وری ۱۴۰۱): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، له نړیوالو سره مسايل د تفاهم او مذاکرې له لارې حل کوي او له هغوی سره متقابل تعامل ته قوي اراده او پوره چمتووالی لري.
د ياد شوي وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له معاون او مل پلاوي سره وکتل.
سرچينه کاږي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي معاون مارتین ګریفیت او ورسره مل پلاوي د کورنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو امنیت په ښه توګه ټينګ شوی دی.
سرچينه کاږي، وزیر هم له ګریفیت څخه د بشري مرستو د دوام له امله د مننې کولو ترڅنګ وویل: «تېر شل کلونه نړيوالو هڅه وکړه چې په افغانانو د زور او تهديد له لارې خپلې غوښتنې ومني، خو هغه څه چې ډېره هیله مندي رامنځ ته کوي، دا دي چې موږ مسایل اوس د تفاهم او مذاکرې له لارې حل کوو.»
د هغه په وينا، غواړي نړۍ ته پيغام ورکړي چې دوی متقابل تعامل ته قوي اراده او پوره امادګي لري.
په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال له قوله راغلي: «غواړي په سبا ورځني نړیوال کنفرانس کې د افغانستان لپاره کلنۍ څلور ميليارده ډالرو غوښتنه وکړي چې دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې سارې کلنۍ مرسته ده.»
تمه ده د بریتانیا په کوربه توب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۴،۴ میلیارد ډالرو غوښتنې د ملاتړ لپاره نړۍ واله غونډه سبا پنجشنبه (د وري ۱۱مه) په بریتانیا کې جوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP