فیروزکوه (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ټاکل شوې د ګوزڼ واکسین په پسرلني کمپاین کې شاوخوا ۱۲۰زره هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، واکسین شي.
د غور د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت برخې امر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ولایت په کچه د ګوزڼ واکسینو کمپاین جومات په جومات تطبیقېږي.
نوموړي ویلي: ((ټاکل شوې د ګوزڼ واکسینو په دغه دوره کې نږدې ۱۲۰ زره هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی واکسین شي. موږ د غور په ټولو ولسوالیو کې دغه کمپاین ترسره کړی، هڅه کوو وکولای شو چې ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورسوو.))
هغه دغه راز زیاته کړه: ((د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې ۱۷۹۴ کسان په رضاکار ډول جذب شوي او د دغه کمپاین په تطبیق کې همکاري کوي.))
د غور د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت برخې امر له ټولو خلکو وغوښتل چې د دوی له ټېمونو سره د ګوزڼ واکسینو د تطبیق په کمپاین کې مرسته وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.
غور ولایت کې د ګوزڼ واکسینو تطبیق په داسې حال کې پیلېږي چې په تېرو څلورو میاشتو کې په دغه ولایت کې هېڅ ماشوم ته د ګوزڼ واکسین نه دي تطبیق شوي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن