ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ښځینه کارکوونکې باید د حجاب په مراعاتولو سره په ځانګړو خونو کې دندې ترسره کړي”

“ښځینه کارکوونکې باید د حجاب په مراعاتولو سره په ځانګړو خونو کې دندې ترسره کړي”

author avatar
30 Mar 2022 - 16:00
“ښځینه کارکوونکې باید د حجاب په مراعاتولو سره په ځانګړو خونو کې دندې ترسره کړي”
author avatar
30 Mar 2022 - 16:00

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت توصیه کوي چې دولتي کارکوونکي دې خپل سیرت او صورت له شریعت سره سم جوړ کړي او ښځینه کارکوونکې دې د حجاب په مراعاتولو سره په ځانګړو خونو کې دندې ترسره کړي.

دغه وزارت هغه اوازې ناسمې بولي چې ګواکې ځیني دولتي کارکوونکي له دې امله دفترونو ته نه دي پرېښودل شوي چې ږیرې یې نه دي پرېیښي.

نن (د وري لسمه) د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت یو شمېر محتسبین د کابل امنیه قوماندانۍ ته ورغلي وو او هلته یې د دې ادارې لسګونه کسان په یوه جومات کې راټول کړل او توصیي یې ورته وکړې.

د دغه وزارت یوه محتسب رازمحمد حامد د کابل امنیې قوماندانۍ کارکوونکو ته په خطاب کې وویل چې د الله (ج) نظام پلي کولو لپاره کلونه مبارزه شوې او اوس ټولو ته لازمه ده چې د اسلامي شریعت ټول اصول پر خپلو ځانونه پلې کړي.

هغه وویل: «دښمن مات شو، اشغال خلاص شو، خو داسې نه ده چې دښمن ولاړ او هر څه ختم شول؛ دښمن اوس هم موږ څاري او پر دې کار کوي چې زموږ نظام بدنام کړي، نو موږ او تاسو ته لازمه ده چې ټول شرعي اصول پر خپلو ځانونه پلي کړو او خپل صورت او سیرت د اسلام مطابق جوړ کړو.»

حامد دغو کارکوونکو ته وویل چې باید ږیرې پرېږدي، خپلو صورتونه له اسلامي شریعت سره برابر کړي، د لمانځه پر مهال خپل کارونه ودروي او ښځینه کارکوونکې باید خپلو دندو ته په حجاب کې ولاړې شي.

هغه زیاته کړه چې ښځینه کارکوونکو ته د خدمت موقع ورکړل شوې او هيڅوک نه شي کولی د هغو حقونه سلب کړي، خو باید شرعي حجاب مراعات کړي.

ده زیاته کړه چې د ښځینه کارکوونکو دفترونه جلا وي، څو وکولای شي په ډاډمنه فضا کې خپلې چارې پر مخ بوځي.

رازمحمد حامد دا هم وویل چې د ادارو د دروازو ساتونکو ته هدایت شوی څو هغه ښځینه مراجعینو ته ادارو ته د ننوتو اجازه ورنه کړي چې حجاب نه مراعاتوي؛ ځکه چې بې حجابي فساد ته لاره هواروي.

ده وویل: «ځیني افواهات خپاره شول چې ګواګې د امر بالمعروف وزارت په جوماتونو کې حاضري اچولې ده؛ دا زموږ کار نه دی او نه زموږ په اصولو کې شته. ځینې خبرې خپرې شوې چې خلکو سرونه یې خرېیلي دي چې دا زموږ په کار اصولو کې نشته. ځینو کسانو ویل چې د ږیرو نه درلودو له امله خلک دندو ته نه دي پرېښودل شوي چې دا خبرې غلطې دي، نه زموږ په اصولو کې شته او نه به کېږي. زه ورغلی یم وزاتونو او ټولنو ته مو ویلي چې باید خپل ځانونه اصلاح کړي او توصیې ورته شوې دي.»

د ده په وینا، کومې توصیې چې د دغه وزارت له لوري کېږي، دا د دغه وزارت نه، بلکې د خدای (ج) او رسول الله (ص) احکام او فرامین دي او باید له همدغو جزوي مسایلو پيل شي او ټول یې مراعات کړي.

هغه زیاته کړه: «ځینو مجاهدینو له شوق او یا هم د مصروفیتونو له امله خپلې څڼې د شریعت خلاف اوږدې کړې دي، له دوی څخه هم هیله ده چې خپلې څڼې د شریعت مطابق جوړې کړي.»

د امربالمعروف وزارت دغه محتسب حکومتي کسان د خلکو خادمان وبلل، ویې ویل چې که چېرې د دولتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ تړلې وي او خلک وځورول شي، نو خدای ج به دغه قدرت بېرته له دوی واخلي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند محمد صادق عاکف پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یاد وزارت د مشرتابه له هدایت سره سم، میاشت وړاندې ټولو دولتي ادارو ته مکتوبونه لېږل شوي، څو ښځینه کارکوونکې بې حجابه اداراتو ته رانه شي، د کار خونې یې سره جلا وي او نارینه خپل صورت او سیرت پر شریعت برابر کړي.

هغه وویل چې هغه مهال یې یادو ادارو خبر ورکړی و چې یوه میاشت وروسته یاد مسایل تعقیبوي.

دی وایي چې له درېیو ورځو راهیسې دغه تعقیب پیل شوی دی.

هغه وایي چې محتسبین په ځینو ادارو کې ټول کارکوونکي راغونډوي او د هماغه مکتوب پلي کېدو په موخه بیا ورته توصیه کوي او ممکن ځیني کسان په دروازو کې هم د توصیو لپاره درول شوي وي.

ده وویل چې په دروازو کې د یادو کسانو له درولو څخه ځینو کسانو داسې انګېرنه کړې چې ګواکې کارکوونکي اداراو ته له ورتګه راګرځولي شوي دي خو دی زیاتوي چې داسې هیڅ پېښه هم نه ده شوې او دا ټول افوهات دي.

هغه وویل چې یادې توصیې له دولتي ادارو څخه را پيل شوې څو لومړی دولتي کارکوونکي ځانونه د اسلامي شریعت پر اصولو برابر کړي او وروسته له هغه عام خلک هم دغو کسانو ته په کتو سره ځانونه اصلاح کړي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې که کوم کس دغه اصول مراعات نه کړي، څه به ورسره کېږي؟ وویل: «که څوک د یوه دولت کارمند وي نو هغه به خامخا هم د دولت او اسلام فرامین پر خپل ځان عملي کوي، په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې چې هغه به منفک کېږي، نه به پرېښودل کېږي او که به بیا هم ورته توصیه کېږي، خو اوس مهال له توصیې څخه کار اخيستل کېږي.»

موسی جان ابراهیم د کابل امنیې قوماندانۍ تامیناتي مرستیال هم په نننۍ غونډه کې وویل چې تېره ورځ یې له ځینو کسانو احوال ترلاسه کړ چې یو شمېر کسانو ته د ږیرې نه درلودو له امله اجازه نه ده ورکړل شوې چې دندو ولاړ شي، خو دوی یې په اړه پلټنه وکړه؛ هيڅ ځای کې یې داسې څه پیدا نه کړل.

د ده په وینا، ټول باید له امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سره همکاري وکړي، خو هیڅوک اجازه نه لري چې خپلسری اقدام وکړي.

هغه وایي، هر څوک چې خپلسری اقدام ترسره کړي. قانوني چلند به ورسره وشي.

Views: 264

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.