پل علم (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د راز راز مېوو د سلګونو باغونو جوړولو په موخه پر بڼوالو د نیالګیو وېش پېل شو.
دا باغونه له اړوند ریاست سره په همغږۍ د روټس اف پیس(Roots of Peace) په نوم نړیوالې موسسې په مالي لګښت، د لوګر مرکز پل علم تر څنګ په محمد اغې، برکي برک او څرخ ولسواليو کې جوړېږي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سید امین حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا باغونه پر ۲۵۰ جریبه ځمکه جوړېږي؛ چې د مڼو، شفتالو، زردالو او بادامو بڼونه په کې شامل دي.
هغه زیاتوي، په همدې موخه بڼوالو ته د نیالګیو تر څنګ کېمیاوي سره او نور وسایل هم ورکوي.
دی وايي، دې پروګرام سره به په دغه ولایت کې باغونه ډېر او د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي.
د ده په خبره، حکومت هڅه کوي چې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ برخو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې حال کې د لوګر اوسېدونکي خوښ دي چې د باغونو جوړولو په موخه له بڼوالو سره د نیالګیو او نورو وسایلو مرسته کېږي.
د دغه ولایت مرکز پل علم اوسېدونکي جمشېد پژواک خبري اژانس ته وویل، پر خپله ۲ جریبه ځمکه د بادامو بڼ جوړوي چې مرستندویه ادارې او کرنې ریاست ورسره د نیالګیو او کېمیاوي سرې مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړه: ((له موږ سره یې د مېوو د اصلاح شوو او ښه حاصل لرونکو نیالګیو مرسته وکړه، غواړم د بادامو باغ جوړ کړم؛ څو په راتلونکي کې له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کړم.))
د محمد اغې ولسوالۍ د برګ سیمې اوسېدونکی میرویس وايي، د لوګر بادام ښه نوم او شهرت لري، ځکه غواړي چې د بادامو باغ جوړ کړي.
ده پژواک ته وویل، تمه لري چې درې کاله وروسته به له خپله باغه ښه حاصلات تر لاسه کړي.
د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې هم د مرستندویه ادارو په ملاتړ په لوګر کې د مېوو بېلابېل باغونه جوړ شوي؛ چې بڼوال هر کال ترې ښه حاصلات تر لاسه کوي او په کور دننه او بهر ښه بازار لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP