کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): نړيوال بانک په افغانستان کې د څلورو پروژو ۶۰۰ ميلیون ډالر له دې امله کنګل کړې چې په دغه هېواد کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل ځنډول شوی دی.
د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۱ ښوونیز کال پیل شو خو سرپرست حکومت د نجونو تر شپږم پورته ټولګيو پرانيستل تر امر ثاني پورې وځنډول او ویې ویل چې د دغو ښوونځیو د پیل لپاره پر یوې طرحې کار روان دی.
د رويټرز اژانس د راپور له مخې، نړیوال بانک ويلي چې د حکومت د یادې پرېکړې په غبرګون کې یې افغانستان کې د ۶۰۰ ميلیون ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو تمویل درولی دی.
سرچینه وایي چې دغه پروژې د پوهنې، روغتیا، کرنې او کورني معیشت په برخو کې د افغانستان د بیارغونې صندوق له پیسو تمویلېدې او د ملګرو ملتونو ادارو پلي کولې.
سرچینه زياتوي چې ياد بانک د نجونو د ښوونځيو د فعاليت په تړاو پر شوې پرېکړې اندېښنه ښودلې او وايي، د بانک د مقرراتو له مخې، د افغانستان د بیارغونې صندوق د فعالیت شرط دا دی چې ټول خدمات بايد نارينه او ښځو ته يو شان وړاندې شي.
په راپور کې راغلي، یادې پروژې به د بیارغونې د صندوق تمویلوونکو هېوادونو ته یوازې هغه مهال د تایید لپاره وړاندې شي چې نړیوال بانک او شریکان یې په افغانستان کې د وضعیت په اړه یو تفاهم ولري او دا ډاډ ترلاسه کړي چې د دې پروژو هدف ترلاسه کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو نورو هېوادونو او سازمانونو هم د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.
په هېواد که د ننه هم ځینو سیاستوالو او نورو خلکو همدا غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP