ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وروسته له شلو کلونو د هزاره قوم او کوچیانو ترمنځ ناسته وشوه

وروسته له شلو کلونو د هزاره قوم او کوچیانو ترمنځ ناسته وشوه

author avatar
30 Mar 2022 - 19:29
وروسته له شلو کلونو د هزاره قوم او کوچیانو ترمنځ ناسته وشوه
author avatar
30 Mar 2022 - 19:29

میدانښار (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): په میدان وردګو ولایت کې د هزاره او کوچيانو قومونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره وروسته له شلو کلونو یو ځای ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د ولایت په مقام کې وشوه چې پکې د ولایت مسوولینو او د کوچیانو او هزاره قومونو ګڼ شمېر مشرانو ګډون درلود.

د میدان وردګ والي محمد امین عمري وویل، ډېر خوشحاله یو چې په لومړي ځل وروسته له شلو کلونو شخړو هزاره او کوچیانو قومونه په یوه ټغر سره راټول شوي دي.

دی زياتوي: ((د تېرو ستونزو د حل لپاره مو یوه شورا جوړه کړې ده چې دا شورا به د دواړو قومونو ستونزو ته رسېدګي کوي او نه به پرېږدي چې نور دا دواړه قومونه خپلو کې شخړې او ستونزې جوړې کړي.))

مرستیال والي شیراحمد حقاني وویل: ((تېر نظام د دې دواړو قومونو ستونزو د حل لپاره نیت نه درلود، بلکې موږ غواړو چې دا ستونزې به بنسټیزه توګه حل کړو؛ موږ د دواړو قومونو له مشرانو سره خبرې کړي او دوی وعده کړې چې دا ستونزې به حل کوي.))

په غونډه کې د هزاره قومونو په استازيتوب بلخابي وویل: ((موږ د نظام ټولو امرونو ته غاړه اږدو او نه غواړو نور دا درانه قومونه په خپلو منځو کې په شخړو کې ووینو. باید دا دواړه قومونه یو بل ته متقابل احترام ولري او د ورورۍ په فضا کې ژوند وکړو.))

د هزاره قوم یو بل مشر راشد د ولایت له مسوولینو مننه وکړه چې د داسې مهمې ستونزې  هوارولو لپاره لاس په کار شو.

هغه زیاته کړه، موږ د یوې کلمې وروڼه یو، نور به دا دوه قومونه هم په خپل منځ کې د ورورۍ ژوند کوي.

د کوچیانو د قوم مشر محمد سالم وویل: ((باید د تېرو وختونو ستونزې پر خپل ځای پرېږدو او د پردیو دسیسو ته وخت ورنه کړو. د مشرانو د امر تابع اووسو، ځکه زمونږ نیکونو پخوا د وروڼو په څېر ژوند درلود؛ باید هماغه وختونه بیا را تازه کړو.))

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د هزاره قوم مشر بلخابي په مشرۍ به یوه شورا جوړېږي؛ له دواړو قومونو څخه به ۱۵ کسان د دې شورا غړیتوب لري، څو له دې وروسته د شخړو مخنیوی وشي.

په دې ناسته کې دواړو قومونو ته ځینې مادې هم وړاندې شوې چې پر اساس یې له دې ورسته به د شرعي قبالې لرونکي په خپلو ځمکو کې په ارام زړه کار کوي. دغه راز دواړو لورو ته خبرداری ورکړل شو چې نور هېڅ لوری د وسلې ګرځولو اجازه نه لري.

د ویلود ه چې په میدان وردګو کې د هزاره او کوچیانو قومونو ترمنځ څو څو ځلې داسې شخړې شوي چې ان د مرګ تر پولې رسېدلي وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې په یوه ټغر سره راټولیږي او د ستونزو د حل لپاره ناسته وکړه.

Views: 991

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.