Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي د چین په غونډه کې: هڅه کوو ټولو ستونزو ته په پوره تدبیر او احتیاط رسېدنه وکړو

 کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د چین په غونډه کې امیر خان متقي ویلي، متوازن او اقتصاد محوره سیاست افغانستان له ټکرونو ژغوري؛ بلخوا روسیې ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د تېر رژیم استازی د افغانستان استازیتوب نه شي کولای.

په یاده غونډه کې چې تېره ورځ پیل شوې او نن (د وري ۱۱مه) پای ته رسېږي، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو ترڅنګ د امریکا، روسيې، قطر او اندونیزیا استازي هم برخه لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپلې ټويټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې ویلي: "اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولو سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ستونزو ته په تدبیر او احتیاط رسېدنه وکړي او سیاسي جوړښت لا زیات همه شمول شي."

متقي په دې ناسته کې زیاته کړې، د افغانستان نوی حکومت غواړي چې په خپل متوازن اقتصاد محوره سیاست افغانستان له ټکرونو وساتي.

هغه زیاته کړې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي داسي چا ته سپارل شوې چې نه د حکومت استازیتوب کوي او نه هم د ولس خدمت کولای شي.

د ده په وینا، له نوي افغان حکومت څخه دې ملاتړ وشي، پیاوړتیا یې د ټولو په ګټه او کمزوري یې د ټولو پر زیان ده؛ دغه حکومت ژمن دی چې ټولو اندېښنو ته ځواب ووايي.

په یاده غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان لپاره د پرمختګ او لاسته‌ راوړنو هیله څرګنده کړه.

هغه ویلي، په افغانستان کې باید د هيچا لپاره ګواښونه نه وي.

دغه راز سرچینې لیکلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یاده غونډه کې ویلي چې غربي هېوادونه باید د افغانستان په تړاو خپل مسوولیت ترسره کړي.

دی وايي: "په ملګرو ملتونو کې د تېر رژیم استازی د افغانستان استازیتوب نه شي کولای او له دغه دريځه غلطه استفاده کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دې غونډې ته ویلي چې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو پوښتنه باید د ټولو سیمه ییزو هېوادونو په هوکړې سره، پای ومومي.

سرچیني زیاته کړې چې د ناستې ټولو ګډونوالو له نوي افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار درلود.

د یادونې ده، یادې غونډې ته د چین ولسمشر شي جین پينګ د یوه لیکلي پیغام له لارې په افغانستان کې سوله او ټيکاو د سیمې په ګته ګڼلي دي.

هغه ویلي، ګاونډي هېوادونه بايد د افغانانو د ملاتړ لپاره د اجماع  رامنځته کولو او همغږي کولو هڅې وکړي.

شي جين پينګ زیاته کړې، چين تل د افغانستان واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کړی او د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې يې د ملاتړ ژمنه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.