[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): د سعودي عربستان سترې محکمې له خلکو غوښتي چې د جمعې په ورځ له لمر لوېدو وروسته دې د روژې میاشتې لیدلو هڅه وکړي.
د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) خبر ورکړی چې د جمعې ورځ د شعبان میاشتې ۲۹مه ده، که چېرې میاشت ولیدل شي، نو د شنبې په ورځ به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.
د سعودي سترې محکمې له خلکو غوښتي چې د میاشتې لیدلو په صورت کې دې خپل شواهد له اړوند دولتي ادارو سره ثبت کړي.
سرچینې زیاته کړې چې که چېرې د جمعې په ورځ میاشت ونه لیدل شوه، نو د شنبې ورځ به د شعبان ۳۰مه او د یکشنبې ورځ به د رمضان المبارک میاشتې لومړۍ ورځ وي.
[/restrict]
Views: 495
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن