ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ وزیر: پاکستان ته د افغاني غالیو د قاچاق مخه نیسو

د سوداګرۍ وزیر: پاکستان ته د افغاني غالیو د قاچاق مخه نیسو

author avatar
31 Mar 2022 - 17:26
د سوداګرۍ وزیر: پاکستان ته د افغاني غالیو د قاچاق مخه نیسو
author avatar
31 Mar 2022 - 17:26

[restrict paid=”true”]

مزارشریف (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي وايي، پاکستان ته د افغاني غالیو د قاچاق مخنیوی کوي او پر ځای یې دغه هېواد ته د غالیو قانوني صادرات پیلوي.

عزیزي دا څرګندونې په بلخ کې یوې خبري غونډې ته وکړې او ویې ویل چې د غالیو صنعت د ودې لپاره بېلابېل پلانونه لري چې په دې لړ کې به ژر د ځمکې او هوایي دهلېز له لارې بهر ته د افغاني غالیو صادرات پیل شي.

هغه زیاته کړه، د افغاني غالیو د صنعت د ودې په موخه به په کور دننه او بهر یو شمېر نندارتونونه جوړ کړي څو له دې لارې غالۍ نندارې ته وړاندې شي او مناسب بازار ورته وموندل شي.

د ده په خبره، په بلخ کې به د غالۍ اوبدونکو او د دې برخې صنعتکارانو ته په نوي صنعتي پارک کې- چې د بلخ  په مرکز مزار شریف کې پرانيستل کېږي- یوه برخه ځانګړې کړي.

بلخوا د غالیو صنعتکاران وايي، بهر ته د غالیو په لېږلو کې له ستونزو سره مخ دي.

نورمحمد چې له کلونو راهیسې د غالیو د صنعت په برخه کې کار کوي، پژواک اژانس ته وویل، د غالیو د صنعت په برخه کې تر ټولو جدي ستونزه د بانکي سیسټم محدودیت دی.

هغه زیاته کړه، د دې ترڅنګ بله ستونزه دا ده چې بهر ته د غالیو د لېږد ټولې لارې د دوی پر مخ تړل شوې خو که د پاکستان له لارې غالۍ لېږدوي نو پر لاره د بارانونو له امله خرابېږي او یا هم ډېر مهال اور اخلي.

په بلخ کې د غالیو سوداګر سید حفیظ سادات پژواک ته وویل، دوی د غالیو د صنعت اړوند د لېږد، ټرانزیت، مالیاتو او بې کیفیته توکو د کارولو په برخو کې ستونزې لري چې نن یې د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په یوه ناسته کې شریکې کړې.

دی تمه ښيي چې ستونزې به یې حل شي.

په بلخ کې د غالیو بل سوداګر عبدالستاز بېګزاده هم په دغه سکتور کې د همغږۍ له نشتوالي او په ناقانونه توګه د غالیو له لېږده شکایت کوي او وايي چې دا چاره دوی ته درانه زیانونه اړوي.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د غالیو د صنعتکارانو ځمکې هم غصب شوې چې دوی یې د خلاصولو هڅې کړې خو غږ یې نه دی اورېدل شوی.

که څه هم د افغانستان غالۍ اوس هم په نړۍ کې له خورا شهرته برخمنې دي خو په هېواد کې د دغه صنعت وضعیت نامناسب بلل کېږي.

[/restrict]

Views: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.