کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱) : د ناروې د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د شاوخوا ۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان سره د دغو مرستو اعلان نن په جنیوا کې د افغانستان په تړاو مرستندویه کنفرانس کې وشو.
دغه کنفرانس د ملګرو ملتونو، قطر ، جرمني او بریتانیا لخوا په ګډه جوړ شوی او ګڼ شمیر هیوادونه به پکې افغانستان سره خپلې مرستې اعلانوي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر انکین هوټفیلډټ یاد کنفرانس ته وویل چې افغانستان له بشري او سیاسي ګواښونو سره مخ دی او د ماشومانو وضعیت له خطر سره مخامخ دی.
ده وویل چې هیواد به یې له افغانستان سره د ۷۰۰ میلیونه کرون ( ۸۰ میلیونه ډالر) مرستېه کوي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې هیواد یې له افغانستان سره پخپلو ژمنو ولاړ دی او د لومړنیو ستونزو د هوارولو هڅې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP