ښرنه (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۱): د پکتیکا په یوسف خېل ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شول.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دا تخم او سره د اړوند ریاست له خوا د AWRO موسسې په مرسته پر کروندګرو ووېشل شول.
هغه زیاته کړه، هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۵۰ کیلوګرامه کېمیاوي سره ورکړل شول.
دی وايي، له دې مرستې سره به کروندګر وکولای شي له خپلو ځمکو ښه حاصلات واخلي.
ده یادونه وکړه چې د نوې ادارې له راتلو سره کروندګرو ته هم پام اوښتی او په بېلابېلو برخو کې مرستې ورسره شوې دي.
نوموړي خبر ورکړ چې د اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېش لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
د یوسف خېل ولسوالۍ کروندګر خوشحاله دي چې د اصلاح شوي تخم او کېمیاوی سرې مرسته ورسره شوې؛ خو غوښتنه کوي چې دا ډول مرستې باید د کرکیلې په وخت کې وشي.
د دغې ولسوالۍ یو کروندګر عبدالرحمان پژواک خبري اژانس ته وویل، غواړي پر خپله ځمکه د غنمو اصلاح شوی تخم وکري څو ښه حاصلات ترې واخلي.
نوموړی له کروندګرو سره دا ډول مرستې ګټورې بولي؛ خو وایي که دا ډول مرستې له کرکیلې وړاندې وخت کې وشي نو پایلې به یې ډېرې ښې وي.
په پکتیکا کې په داسې حال کې پر کروندګرو د اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې وېش پيل شوی چې موده مخکې د پکتیکا والي په دغه ولایت کې د کرنې د ودې په موخه د یوې شمېر پروګرامونو پیلولو خبر ورکړی و.
هغه ویلي وو چې سږ کال به په پکتیکا کې ۶۰۰ زره مېوه لرونکې او بې مېوې ونې وکرل شي چې له دې سره به په لسګونو نوي باغونه جوړ شي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن