مهترلام، ميدان ښار(پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱): د افغاني سرې مياشتې ټولنې، په ميدان وردګو او لغمان کې پر ۱۵۰۰ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
د لغمان د سرې میاشتې ریس مولوي ولی الله وقار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولايت سرې مياشتې نن په علينګار او بادپښ ولسواليو او مرکز مهترلام کې پر زرو اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو ګرامه اوړه ، ۱۰ ليتره غوړي ، ۲۴،۵ کيلو ګرامه وريجې، ۷ کيلو لوبيا، ۷ کيلو نخود، ۷ کيلو دال، ۵ کيلو بوره، پو کيلو چاى او دوه پاکټه مالګه ورکړل شوه.
وقار وایی، ياد توکي د المان د سولې کلی خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري نن له ۵۰۰ بېوزلو او بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وشوې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو ګرامه اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو وریجې، يوه کیلو لوبیا، يوه کیلو بوره، څلور پاکټه مکاروني او یوه اندازه د بانجانو روب ورکړل شول.
د دغه ولایت د سرې میاشتې رئیس مولوي عبدالقدوس عمر، پژواک ته وویل:” موږ دا ۵۰۰ کورنۍ د یوې شفافې پروسې له مخې څو ورځې وړاندې سروې کړې وې او اوس مو ياد توکي پرې ووېشل.”
له مرستو برخمن ځينې کسان، له دغو مرستو خوښ دي، خو وایي، دا مرستې يې ستونزې نه شي حل کولای او باید حکومت او مرستندويان هغوی ته د کار زمینه برابره کړي، تر څو په خپل لاس د ځان لپاره نفقه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP