میدانښار (پژواک، ۱۲ وری، ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت له هغې کورنۍ سره مرسته وشوه، چې د غره د ښوېیدنې له امله یې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ددغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په چنګې نومي کلي کې درې ورځې وړاندې پر یوه کور له غره لویه ډبره ښویېدلې وه، چې شپږو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.
د میدان وردګو ولایت مقام وایي چې د والي محمد امین عمري په لارښوود یو پلاوي، د سیمې له خلکو او د کورنۍ له غړو سره د غمشریکۍ، ډاډګیرنې او مرستې رسولو په موخه یادې سیمې ته سفر وکړ.
سرچینې زیاته کړې، په یاد پلاوي کې مولوي عزت الله، د پېښو پر وړاندې د چمتو والي رییس مولوي فیض الله جلالي، عبدالقیوم شهباز او د کډوالو چارو آمریت مسوولین شامل وو.
ولایت مقام وایي، د پلاوي لخوا له زیانمنې کورنۍ سره د ولایت مقام له لوري یو لک افغانۍ نغدي مرسته، دغه راز د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست او کډوالو چارو آمریت لخوا ۵۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵۰ کیلو ګرامه غوړي، ۷ کیلو ګرامه مۍ، د آشپز خانې یو کېټ، د حمام یو کېټ، خېمه، ترپال او د ۴۰ تختو کمپلو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP