کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱) ملګرو ملتونو د افغانستان په تړاو د مرستو ټولولو په موخه جوړ شوي کنفرانس کې ۲،۴۴ میلیارده ډالر مرسته ټوله کړه.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټریش له نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو، قطر، جرمني او بریتانیا په کوربه توب د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس تېره شپه په جنیوا کې جوړه شوې وه چې پکې د ۴۱ هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.
ملګري ملتونه وايي چې دا مرستې د افغانانو لپاره د خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي او نورو اړینو توکو لپاره راټوله کړې ده.
دا مهال د افغانستان ۲۴ میلیون نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په نسبت له بد بحران سره مخ دی.
د یادې نړیوالې ادارې سرمنشي انټوني ګوټرش دغه کنفرانس ته په خپلې پرانیستونکې وینا کې وویل چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک بشپړ خوراکي توکي نه لري او کابو ۹ میلیونه خلک یې له وچکالۍ سره مخ دي.
د هغه په وینا، د یونیسف د اټکل له مخې، شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ دي، د مړینې له ګواښ سره مخ شوي دي.
هغه زیاته کړې: ”که بېړني اقدامات ونه شي، موږ به په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ له بل بحران سره مخ شو.”
انټوني ګوټریش وایي، د دې لپاره چې افغانان خپلې کورنۍ ته خواړه پیدا کړي، خپل ماشومان او د بدن غړي خرڅوي.
د رویټرز د راپور له مخې، جرمني چې د دغه کنفرانس کوربه توب کوي، د ۲۰۲۲ کال لپاره له افغانستان سره څه باندې ۲۲۱ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې.
همدا راز امریکا د ۲۰۴ میلیون ډالرو، اروپايي ټولنې د ۱۱۳ میلیون یورو، ناروې ۸۰ میلیونه ډالر ، قطر د ۲۵ میلیون او کویټ د ۱۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
بریتانیا د دې غونډې په درشل کې له افغانستان سره د ۳۷۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی و.
د ملګرو ملتونو ویاند وايي، په دې غونډه کې ژمنه کېدونکې پیسې به د مرستندویه ټولنو له خوا لګول کېږي او په وینا یې، سرپرست حکومت ته به نه ورکول کېږي.