Language

ننګرهار کې يو صراف له انسان تښتوونکو ازاد شو

جلال اباد (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۱): ننګرهار کې يو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تړاو يې يو انسان تښتوونکی وسلو او مهماتو سره ونيول شو.

د ننګرهار ولايت مقام رسنيو دفتر پژواک اژانس ته راستولې خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه ولایت سره رود ولسوالۍ شيخ مصري سیمه کې د ځانګړو عملياتو پر مهال يو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغو عملياتو کې د ننګرهار ولايت مسوولينو سربېره د کورنيو چارو، دفاع او استخباراتو رياست منسوبينو برخه اخېستې وه.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې د حاجي پاچا ګل په نوم دغه صراف، چې شاوخوا ۵۲ ورځو راهیسې تښتول شوی له کابل څخه تښتول شوی و او دغه ځای کې ساتل کېده.

دغه صراف چې شکنجه شوی هم دی د تښتوونې په تړاو يې د ګل محمد په نوم انسان تښتوونکی هم ونيول شو.

د رسنيو دفتر خبرپاڼه کاږي چې د دې عملياتو پر مهال ۲ عرادې هايلکس موټر، ۲ تومانچې، ۴ چره ييز ټوپکونه، يو دوربين، يوه بطرۍ، يوه نظامي بکسه او ګڼ شمېر نور توکي هم ترلاسه شوي دي.