کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت کابينې د عامې روغتيا او کرنې وزارتونو، د نورم او سټنډرډ او د درملو او خوړو ادارو ته سپارښتنه کړې چې هېواد ته د بې کيفيته خوراکي، کرنيزو، درملو او نورو بې کيفيته توکو د وارداتو مخه ونيسي.
د چارو ادارې لوی ریاست پر خپل ټوېټر د کابينې د وروستۍ غونډې ځينې پرېکړې خپرې کړي دي.
په دغو پرېکړو کې راغلي: ((د عامې روغتيا او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د نورم او سټنډرډ ملي ادارې او درملو او غذا ادارې ته دنده سپارل کيږي چې هېواد ته د بې کيفيته خوراکي، کرنيزو توکو، درملو او نورو بې کيفيته توکو له واردېدو څخه په کلکه مخنيوي وکړي.))
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يادو وزارتونو او ادارو غوښتل شوي چې اړوند ارګانونه دې په دې برخه کې اړينه همغږي رامنځته کړي.
د يادونې ده، دا مهال د اړين کنټرول نشتوالي له امله د بې کيفیته خوراکي توکو ترڅنګ بې کيفيته درمل هم هېواد ته واردېږي.
Views: 84
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن