لشکرګاه (پژواک،۱۸ وری ۱۴۰۱): د «ماډرن ډېپلوماسۍ» په نوم یوې بهرنۍ نشریې خبر خپور کړی چې امریکا هلمند کې د وسلو پر یوې ډیپو هوایي برید کړی، خو افغان چارواکي دغه څرګندونې په کلکه ردوي.
ماډرن ډیپلوماسۍ «د استخباراتي راپورونو» له مخې لیکلي چې دغه برید د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د هلمند په شوراب کې شوی او د افغانستان د سرپرست حکومت د وسلو یوه ډېپو یې له منځه وړې ده.
ځینې نورو رسنیو هم د ماډرن دیپلوماسۍ په حواله دغه راپور خپور کړی دی.
خو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي: «ِیو شمېر مغرضو رسنیو خبر خپور کړی چې امریکایانو په هلمند کې هوایي برید کړی. دلته په ټول هلمند کې الحمدالله تر بشپړې فتحې وروسته هېڅ هوایي برید نه دی شوی. بالکل مطمین اوسۍ.»
د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په هلمند کې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې پرون پژواک د امریکا د (ملیټري ټایمز) رسنۍ په حواله خبر خپور کړ چې امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې هوایي برید نه دی کړی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP