ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان ته کلونه وروسته دوه بهرني سیلانیان ورغلي

نورستان ته کلونه وروسته دوه بهرني سیلانیان ورغلي

author avatar
7 Apr 2022 - 10:59
نورستان ته کلونه وروسته دوه بهرني سیلانیان ورغلي
author avatar
7 Apr 2022 - 10:59

پارون (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱): نورستان ولایت ته کلونه وروسته دوه بهرني سیلانیان ورغلي او د دغه ولایت له لرغونو سیمو یې لیدنه کړې ده.

دغه سیلانی ډاکټر هیونګ جیوکیم نومېږي چې له خپلې مېرمنې سره یو ځای په لومړي ځل د افغانستان نورستان ته ولایت ته راغلی دی.

د سوېلي کوریا اصلي اوسېدونکی هیونګ جیوکیم چې په ساینس پوهنه کې دوکتورا لري، د خپل سفر په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زه په قطر کې د جنیټیک په برخه کې د یوه څېړنیز انسټيټوټ غړی یم، زه له هغه ځایه لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته راغلم.))

هغه زیاته کړه، کلونه مخکې یې د “هندوکش” په نوم کتاب لوستلی و، په دغه کتاب کې د نورستان یادونه شوې وه چې له هماغه وخته یې مینه ورسره پیدا شوې وه او هیله یې لرله یوه ورځ دغه ولایت له نږدې وویني.

د ده په خبره، کله چې له پاکستانه افغانستان ته راته، نو ورته ویل کېدل چې سفر دې خطرناک دی؛ ځکه په دغه هېواد کې لا امنیت ډاډمن نه دی.

خو دی وايي، نورستان ته په راتلو ډېر خوښ دی، دغه ولایت ښکلې منظرې لري خو سړک یې خام دی او په ډېر کړاو تر دغه ځایه را ورسېد.

هغه زیاتوي، دلته امنیت ډاډمن دی، دی او مېرمن یې د هیڅ ډول خطر احساس نه کوي.

د نورستان والي حافظ محمد اغا حکیم چې له دغو سیلانیانو سره یې لیدلي، وايي، دوی به د ټولو هغو بهرنیو اتباعو امنیت ونیسي چې هېواد ته د سیل او سیاحت په موخه راځي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس افغانستان امن دی، کورني او بهرني سیلانیان کولای شي په ډاډه زړه هر ولایت ته لاړ شي او له بېلابېلو سیمو لیدنه وکړي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې له سمسورو ولایتونو دی چې دوه کاله مخکې د وخت حکومت له خوا د ملي پارک په نوم ونومول شو.

دغه ولایت ته له کلونو راهیسې کورني سیلانیان ورځي خو دا لومړی ځل دی چې یوه بهرنۍ جوړه له دغه ولایته لیدنه کوي.

د یادونې ده، څو میاشتې مخکې د فرانکو په نوم یو کاناډايي سیلانی هم افغانستان ته راغلی و او له نږدې ۱۸ ولایتونو یې لیدنه کړې وه.

هغه افغانستان د سیلانیانو لپاره خوندي او ارزانه هېواد ګڼلی و.

Views: 863

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.