Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپایي پارلمان: افغان نجونو ته دې د زده کړو حق ورکړل شي

اروپایي پارلمان: افغان نجونو ته دې د زده کړو حق ورکړل شي

author avatar
8 Apr 2022 - 03:38
اروپایي پارلمان: افغان نجونو ته دې د زده کړو حق ورکړل شي
author avatar
8 Apr 2022 - 03:38

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۱) : اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د نجونو له شپږم د پورته ټولګيو په پيل کې د ځنډ پرېکړه غندلې او له چارواکيو یې غوښتي چې په دې تړاو خپلې ژمنې پلې کړي.

د روان لمریز کال په پیل کې د افغانستان د پوهنې وزارت تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي پرانستل، خو ويې ويل چې د نجونو د لېسو او منځنيو ښوونځيو پيل تر بل امر پورې ځنډېدلي دي.

دغه پرېکړه په ملي او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د اروپایي پارلمان وکیلانو د وري په ۱۸مه، په یوه خوله د افغانستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د نجونو د تعلیم په تړاو له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې عملي کړي او ښوونځي دې پرانیزي.

سرچینې زیاته کړې چې دافغانستان سرپرست حکومت دې د نجونو د زده کړو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي .

په خبرپاڼه کې راغلي، د اروپايي پارلمان وکیلانو ویلي چې په افغانستان کې د حکومت بدلیدلو سره د ښځو او نجونو وضعیت خراب او د اندیښنې وړ شوی .

سرچینې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو بنسټیز حقوق هم تر پښو لاندې شوي دی.

اروپایي پارلمان دغه راز د هغو افغان نجونو او ښځو ستاینه کړې چې د خپلو حقوقو لپاره لاریونونه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.