کندوز (پژوک، ۱۹ وری ۱۴۰۱): په کندوز کې د تاجکستان- کابل وارداتي برېښنا یوه پایه د چاودنې له امله زیانمنه شوې ده.
پېښه نن ماښام شاوخوا اووه بجې د کندوز ښار په کله ګاو سیمه کې شوې ده. د کندوز د استخباراتو ادارې ویاند قاري انس پېښه تاييدوي او وايي، نا معلومو وسله والو د کندوز ښار د کله ګاو سیمې په ساحه کې د تاجکستان وارداتي برېښنا پر یوې پایې چاودنه کړې او زیان یې ور اړولی دی.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، ساحه د امنیتي کسانو له خوا کلابنده شوې او د پېښې د عاملانو د نیول کېدو هڅې یې پيل کړې دي.
خو هغه دا و نه ویل چې د چاودنې له امله برېښنا هم پرې شوې او که نه. تېر ماښام هم پر یادې شوې پایې چاودنه شوې وه چې یوه برخه یې زیانمنه شوې وه.
د یادونې ده چې له دې مخکې د کندوز په ګاونډ بغلان ولایت کې د ازبکستان وارداتي برېښنا چاودنې کېدلې خو دا لومړی ځل دی چې په کندوز ولایت کې د تاجکستان وارداتي برېښنا پر یوې پایې چاودنه کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP