کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱): اقتصادي کمېسیون د کانونو وزارت ته په هرات کې د اوسپنې او په غور کې د سربو کانونو د قرارداد اجازه ورکړه، ویې پتېیله چې د مالګې د کانونو تړونونه دې کورنیو شرکتونو ته ورکړل شي.
د ریاستالوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کانونو او پټرولیم وزارت ته د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې کان او د غور په تولک ولسوالۍ کې د سربو کان په قرارداد ورکولو اجازه ورکړه.
د خبرپاڼې له مخې، اقتصادي کمېسیون د تولیدي فابریکو او شرکتونو د کاري ستونزو د خنډ او ځنډ په موخه اړوندو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه کړې چې د یادو فابریکو او شرکتونو ستونزې پر وخت او پرته له کوم ځنډه حل کړي.
دغه راز اقتصادي کمېسیون په کور دننه د مالګې د تولید په برخه کې شته ستونزو او د خلکو اړتیاوو ته په کتو، د کانونو او پټرولیم وزارت ته لارښوونه کړې چې د مالګې د کانونو تړونونه د مالګې د تولید او چاڼ په موخه کورنیو شرکتونو ته ورکړي دي.
Views: 154
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن