ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان : له بهره وارد شوی حکومت نه منم

عمران خان : له بهره وارد شوی حکومت نه منم

author avatar
9 Apr 2022 - 00:26
عمران خان : له بهره وارد شوی حکومت نه منم
author avatar
9 Apr 2022 - 00:26

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۱) پاکستان کې سیاسي بحران لا هوار شوی نه دی او ددغه هیواد لومړي وزیر اعلان کړی چې له بهره وارد شوی حکومت نه مني او له خپلو پلویانو یې غوښتي دي چې لاریونونه پیل کړي.

پاکستان کې سیاسي بحران وروسته له هغه پیل شو، چې د اپوزیسیون ګوندونو اتحاد (پي ډي ایم) په قامي اسمبلۍ یا ملي شورا کې د عمران خان د نه باور مصوبه وړاندې کړه.

پاکستان کې تر پارلماني ټاکنو وروسته د حکومت جوړولو او لومړي وزیر ټاکل کیدو لپاره باید کاندید د شورا ۱۷۲ رایې ولري، د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو  ادعا کړې چې د ۱۹۹ وکیلانو رایې لري ، خو دنه باور رای په ورځ د ملي شورا مرستیال دغه مصوبه رد کړه او ویې چې امریکا د عمران خان حکومت ړنګول غواړي او دا غیر قانوني کار دی.

دغې پریکړې وروسته اپوزیسیون ګوندونه سترې محکمې ته ولاړل او سترې محکمې تر څلورو ورځو بحثونو وروسته پرون د پارلمان د مرستیال پریکړه رد او امر یې وکړ چې د شنبې په ورځ دې عمران خان ته د نه باور رایه وکارول شي

دا چې اپوزیسیون په پارلمان کې ټاکل شوې رایې لري، نو ډیر امکان شته چې د عمران خان حکومت ړنګ او پر ځایې شهباز شریف نوی لومړی وزیر وټاکل شی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د نه باور رایې پروسې یوه ورځ مخکې پر ملي تلویزیون خپله وینا کې اعلان وړکړ، چې له بهره وارد شوی حکومت نه مني.

هغه له خپلو پلویانو غوښتي دي چې پر لاریونونو لاس پورې کړي.

عمران خان په وروستۍ وينا کې د ده د بېواکه کولو لپاره د اپوزېسيون ګوندونو له خوا پیل شوې پروسه نړيواله توطيه ياده کړه.

نوموړي وويل، “زما لوی جرم دا دی چې لوېديځ پوهېږي چې ما د ډرون بريدونو او د عراق د جګړې مخالفت کړی او افغان جګړه مې د ستونزو حل نه وه بللې”.

عمران خان همدا راز د روس او اوکرایین جګړې او هند ته په اشارې سره وویل چې دی د کوم هېواد خلاف نه دی خو د بل چا لپاره خپل ولس نه شي قربانولی.

Views: 194

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.