Language

پوليسو کندوز کې درې سوه کيلوګرامه ترياک ترلاسه کړل

کندوز ښار (پژواک، ٢٠ ورى ١٤٠١): د کندوز امنیه قومانداني وايي، په دغه ولايت کې يې درې سوه کيلوګرامه ترياک ترلاسه کړي او په تړاو يې درې کسان نيولي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند قاري عبيدالله عابدي پژواک ته وويل چې دغو کسانو غوښتل درې سوه کيلوګرامه ترياک له بدخشان څخه کندهار ولايت ته ولېږدوي چې د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه کړل.

دى وايي، له يادو کسانو څخه يو ميل تمانچه او يو ميل کلاشينکوف هم ترلاسه شوي دي.

د هغه په وينا اسلامي امارت د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کوي او هېچا ته د نشه يي توکو د قاچاق او کرلو اجازه نه ورکوي.

login or register a new account.

Related Topics