کابل (پژواک، ۲۱ وري ۱۴۰۱): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تر دې دمه په ټول هېواد کې څه باندې اووه نیم میلیونه برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د نوي سرپرست حکومت په راتګ، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د وېش څانګو له بیا ځلي فعالولو سره توانېدلي چې څه باندې یو نیم میلیون الکترونیکي تذکرې ووېشي.
سرچېنې لیکلي، په یادو یو نیم میلیون وېشل شویو تذکرو کې ۸۱۱۸۵۸ نارینه او ۶۸۸۱۴۲ ښځې شاملې دي.
د سرچېنې د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې د برېښنايي تذکرو ۷۳ د وېش مرکزونه فعالیت کوي چې ۱۹ یې په کابل او پاتې یې په نورو ولایتونو کې دي.
Views: 108
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن