بامیان (پژواک،۲۱ وری ۱۴۰۱): په بامیان کې یوه سیمه ییز خبریال د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د یوې خیريه موسسې په همکارۍ بې وزلو ته د ګرمې ډوډۍ وېشلو کمپاین پیل کړی دی.
انور سعادتیار چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د پژواک اژانس په ګډون له ځینو رسنیو سره د هېواد مرکزي سیمو په ځانګړي ډول بامیان کې د خبریال په توګه کار کوي؛ دغه کمپاین یې د افغانستان د ماشومانو خیریه بنسټ په همکارۍ پیل کړی دی.
سعادتیار وایي، په دغه کمپاین کې یې د بامیانو سیمه ییزخبریال زمان ظریف، ټولنیز فعال علی ضحاک، مدني فعال هادي حیدري او د بامیان دوه ځوانان محمد امین هزاره نژاد او قمبر احمدي ملتیا کوي.
هغه زیاته کړه، د بېکارۍ کچې په پراخېدو، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو او په بامیان کې د بشردوستانه مرستو ناعادلانه وېش په اړه دغه کمپاین پیل کړی؛ څو بامیان ښار کې مېشتو بې وزلو او وږو کورنیو سره یوه مرسته وشي.
د هغه په خبره دغه کمپاین به لس ورځې په روژې میاشت کې دوام لري چې هره ورځ ۲۰۰ بې وزلو کسانو ته زر ډوډۍ د روژه ماتي پرمهال ورکول کېږي؛ هر کس ته پنځه ډوډۍ په پام کې نیول شوې.
دی له سوداګرو، خیریه کارکوونکو او شتمنو غواړي چې د کمپاین ملاتړ وکړي، څو زیاتې اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.
یوه بې وزله بوډۍ معصومه چې ډوډۍ یې په لاس کې وه، وایي: ((خدای دې تاسې ته توفیق درکړي او روغ او جوړ لري؛ موږ د یوې ۱۰ کسیزې کورنۍ یو نفقه راوړونکی لرو، ستاسو مرستې موږ اونورو بې وزلو کورنیو ته غنیمت دی.))
د بامیان ښار د درېیمې ناحیې زرګرانو سیمې یو نانوایي قربان هم وایي: ((ستاسو د مرستو کمپاین ډېر ښه دی، موږ داسې خلک وینو چې د سبا او بېګاه ډوډۍ نه لري؛ دغه ډوډۍ چې تاسو ووېشله حد اقل د نن شپې لپاره یې بسنه کوي.))
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن