مزارشریف (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ډبرو سکرو پلورونکو اتحادیې مسوولین وایي، له نږدې درېيو میاشتو راهیسې له افغانستانه پاکستان ته د سکرو لېږد پیل شوی چې ورسره د سکرو بیه ډېره لوړه شوې ده.
د دې برخې سوداګر او مسوولین زیاتوي چې پخوا پاکستان ته له یو شمېر نورو هېوادونو سکاره لېږل کېدل خو اوس یې له افغانستانه واردوي.
د بلخ د ډبرو سکرو پلورونکو اتحادیې مشر مجید ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درېيو میاشتو راهیسې د ډبرو سکرو په بیه کې څه باندې سل سلنه زیاتوالی راغلی دى.
د هغه په وینا، درې میاشتې مخکې یو من سکاره په ۷۰ افغانیو پلورل کېدل خو اوس یې بیه ۱۵۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
نوموړی دغه راز زیاتوي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو په لېږد سره ګڼو کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شوې ده.
د دې برخې یو شمېر سوداګر هم د سکرو کاروبار په برخه کې د زیاتوالي خبره کوي.
محمد وثیق له شپږو کلونو راهیسې د سکرو کار کوي.
هغه پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې له افغانستانه پاکستان ته د سکرو صادراتو کچه لوړه شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې پخوا به پاکستان ته د افریقا له سوېل ختیځ او اندونیزیا هېوادونو سکاره ورتلل، خو اوس يې ځاى د افغانستان سکرو نيولى دى.
حاجي وطندوست شېرزاد هم د دې برخې بل سوداګر دی.
هغه هم وایي چې پاکستان ته له اندونیزیا د سکرو له بندېدو وروسته د افغانستان د ډبرو سکرو لپاره ښه بازار پیدا شوی دی.
هغه وایي چې له دغو سکرو تر ډېره په صنعتي او تولیدي کارخونو کې ګټه اخيستل کېږي.
په ورته مهال کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم د سکرو د لېږد په برخه کې د زیاتوالي یادونه کوي.
هغه وايي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له سکرو د کار اخيستو کچه راکمه شوې او ان پرې بندیزونه لګېدلي خو له نېکه مرغه له افغانستانه یې لېږد څو برابره زیات شوی دى.
د هغه په وینا، هره ورځ له افغانستانه پاکستان ته شاوخوا زر موټر سکاره لېږل کېږي چې ډېرو خلکو ته په کې کاري فرصتونه برابر شوي دي.
Views: 81
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن