کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۱): د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د مرستو د دوام د ژمنې ترڅنګ، په دغه هېواد کې د ښځو کرکټ د پراختیا او پرمختګ غوښتنه هم کړې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا د وري په ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په اړه د کرکټ نړیوالې شورا کاري ګروپ خپل راپور وړاندې کړ او میرویس اشرف یې د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکل شوي استازي په توګه پېشنهاد کړی دی.
اشرف د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې د اوسني حکومت له راتلو وروسته د عزیزالله فضلي پر ځای د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو.
سرچینې زیاته کړې: ((کاري کمېټې بورډ ته مشوره ورکړه چې د کرکټ نړیواله شورا د ښځو کرکټ برخه کې د پراختیا څارلو ترڅنګ د افغانستان د نارینه وو له لوبډلې سره مرستې روانې وساتي چې نړیوالې لوبې وکړي.))
د کرکټ نړیوالې شورا د نوي حکومت له راتلو وروسته د افغانستان کرکټ د مدیریت او نورو اړوندو چارو ارزولو په موخه یوه کاري کمېټه جوړه کړې وه چې د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا هم په کې شامل دی.
د دې کمېټې کار دا دی چې په افغانستان کې به د کرکټ چارې څاري؛ څو ډاډه شي چې هر څه د نړیوالې شورا د قانون پر اساس مخې ته ځي.
د کرکټ نړیوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو کرکټ د پراختیا په اړه خپله مسلسله ژمنه تایید کړې او د ترسره کولو لپاره یې کاري کمېټې ته به بشپړ عملي پلان او بودیجه سپاري. کاري کمېټه به حالت څاري او د پرمختګ په اړه به یې تازه معلومات ترلاسه کوي.))
د کرکټ نړیواله شورا داسې مهال په افغانستان کې د ښځو کرکټ پر پراختیا او پرمختګ ټينګار کوي چې نوي سرپرست حکومت په هېواد کې د نجونو ښوونځیو تر شپږم پورته ټولګيو پیلېدو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړې.
د اوسني حکومت یوه لوړپوړي چارواکي څه موده مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې به د ښځو کرکټ ته اجازه نه وي. افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړی دی او هر غړی مکلف دی چې د شورا د منشور پر اساس خپلې چارې مخې ته یوسي.
افغانستان په تېر وخت کې د ښځو د کرکټ لوبډله لرله؛ خو اوس یې فعالیت ولاړ دی.