Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيا په مرکز او درېيو ولسواليو کې د پاکو اوبو رسولو پروګرام پيل شو

ګردېز (پژواک، ۲۲ وری۱۴۰۱): د پکتيا په مرکز او درېيو ولسواليو کې وچکالۍ ځپلو سيمو لپاره د پاکو اوبو رسولو او حفظ الصحې پروګرام پيل شو.

دغه پروګرام د ياد ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په چوکاټ کې د «IRC» نړيوالې موسسې په مالي ملاتړ تطبيقيږي.

د پکتيا د کليو پراختيا او بيارغونې رييس مولوي ميرزاخان صادق پژواک ته وويل: ((په دې پروګرام کې د اوبو رسونې د ۴۰ نويو څاګانو وهل، د ۶۰ څاګانو بيا رغول، د اوبو رسونې د ۵ شبکو جوړول او د ۱۲۷۵ روغتيايي بستو وېشل شامل دي.))

نوموړي زياته کړه، دغه پروګرام په مرکز ګردېز، احمدابا، څمکنيو او زرمت ولسواليو کې پلی کېږي او موخه يې په وچکالۍ ځپلو سيمو کې د څښاک پاکو اوبو برابرول او د دې برخې بيارغول دي.

صادق وویل، په دې ورستيو کې د وچکالۍ له امله د ډېرو سيمو د څاګانو اوبه ښکته تللې دي او ځينو سيمو کې د څښاک پاکې اوبه په ډېرې ستونزې پيدا کېږي چې د دا ډول پروګرامونو په پلي کېدا سره به  پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی اسانه شي.

د ده په خبره، د دغه پروګرام مالي لګښت ۸.۵ ميليونه افغانۍ کېږي چې د شپږو مياشتو په موده کې به بشپړ شي.

د پکتيا اوسيدونکي د ياد پروګرام پر پيلېدو خوښ دي.

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي معراج وايي، په دې ورستيو کې په څاګانو کې د څښاک اوبه ښکته روانې دي؛ چې له امله يې ډېر خلک دې ته اړ شوي چې يا نوې څاګانې ووهي يا هم زړې څاګانې نورې هم ژورې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.