چاریکار (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱): د پروان امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو د یوې څلور کسیزې ډلې نیول کېدو خبر ورکړی، وایي چې دغه ډله له یوې نښتې وروسته نیول شوې او یو کس یې ټپي دی.
د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند محمد کامران حبیبي وویل، د محمد الیاس مشهور په الماس په مشرۍ دغه ډله نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د بګرام ولسوالۍ د میدان پر سړک له یوې نښتې وروسته له یوه کرولا موټر سره نیولې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، د انسان تښتوونکو د دې ډلې یو کس په ټپي حالت کې نیول شوی او د درملنې په موخه د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د هغه په خبره چې دې ډلې په تښتونو او وسله والو غلاوو کې لاس درلود او د ټولنې نظم یې خراب کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP