Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هټۍ وال: د حجابونو په پلور کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱): له سیاسي تحول او د شرعي حجاب رعایتولو په تړاو د سرپرست حکومت له سپارښتنې وروسته، د کابل ښار په بازارونو کې د حجاب پلورلو هټۍ زیاتې شوې دي او هټۍوال وايي چې د حجابونو په پلور کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هټۍوال وایي، د مخکني نظام له سقوط وړاندې د دوی پلور کم و؛ خو له سیاسي تحول وروسته هر حجاب پلورونکی د ورځې څو حجابونه پلوري.

د کابل ښار په بازارونو کې د حجابونو پلورلو ځانګړې هټۍ جوړې شوې او په کې «ترکي، عربي او ایراني مختلف ډول حجابونه» پلورلو ته ایښي دي. دا حجابونه له ۱۲۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانیو بیه لري.

شکرالله چې د کابل ښار په «کوټه سنګي» سیمه کې د حجاب پلورلو هټۍ لري؛ پژواک خبري اژانس ته وویل، په هېواد کې د بدلون په راتلو د حجابونو پېرلو تقاضا ډېره شوې او په کور دننه تولید شوي حجابونه ډېر خرڅېږي.

هغه وایي، له دوبۍ او ترکیې هېوادونو هم واردات لري؛ خو خلک د اقتصادي ستونزو له امله د بهرنیو جنسونو د پېرولو وس نه لري، ځکه چې بهرني توکي د داخلي توکو په پرتله ګران دي.

د هغه په خبره، د حجابونو بیې مختلفې دي چې له ۱۲۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ زره افغانیو رسېږي؛ د تېر په پرتله اوس يې په بیو کې لږ توپیر راغلی، خو د حجاب اخیستلو تقاضا زیاته شوې ده؛ دې ورځو کې له پنځه تر لسو حجابونه پلورل کېږي؛ خو پخوا به په یوه اوونۍ کې پنځه حجابونه نه پلورل کېدل.

په همدې حال کې د کابل ښار یو بل حجاب پلورونکی فرهاد جلیلي هم د خرڅلاو کچې له زیاتېدو خوښ دی او وايي: "ّپه هېواد کې د بدلون په راتلو سره حکومت خوېندو ته سپارښتنه کړې چې له کوره د وتلو پر مهال باید حجاب کې وي؛ نو ځکه خرڅلاو مو زیات شوی دی."

نوموړي وویل، د ورځې شاوخوا لس اوږدې چپنې (حجابونه) پلوري؛ په داسې حال کې چې د مخکني نظام له سقوط وړاندې په اوونۍ کې پنځه حجابونه يې نه شو پلورلای.

هغه زیاته کړه: "ځيني ډولونه له ایرانه واردېږي؛ خو ډېری یې زموږ په هېواد کې تولید او پلورل کېږي، د حجابونو بیې له ۷۰۰ تر درې زره افغانیو پورې دي؛ مخکې له ۵۰۰  تر دوه زرو افغانیو پورې وې."

دهغه په خبره، د هر لباس بیه نظر ګنډلو ته فرق کوي؛ څومره چې لباس ظریف ګنډل شوی وي نو هومره يې بیه هم لوړه وي.

د غالب خصوصي پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي د دویم کال محصله نبیلا چې د کابل ښار دریم مکروریان مارکېټ ته حجاب پېرلو لپاره راغلې وه، پژواک ته وویل: " په پوهنتون کې راته ویل شوي چې د اسلامي حجاب په رعایتولو سره درسونو ته راشئ، موږ ته ویل شوي که کومه محصله لنډ او رنګه حجاب واغوندي نو پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نه لري."

هغې په داسې حال کې چې ویل یې د حکومت په دې سپارښتنې چې اسلامي حجاب مراعت کړئ ناراضه نه ده؛ زیاته کړه: " فرق نه کوي چې څه ډول لباس کې راشو، بلکې موږ ته دا مهمه ده چې د درسونو اجازه راکړي؛ زه په خپله اوږده چپنه کې ځان ارامه احساسوم."

په همدې حال کې د کابل ښار د کارته نو سیمې اوسېدونکې مرسل چې د حجاب پېرلو لپاره بازار ته راغلې، وایي: " زه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دریم کال محصله یم، راغلې یم چې په خپله خوښه یو دوه حجابونه واخلم؛ ځکه چې کابل پوهنتون کې شرعي حجاب نه لرونکو نجونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي."

یادې دواړه محصلانې، د ښوونځيو نجونو، محصلانو، دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکو څخه غواړي چې د لنډو حجابونو له اغوستلو ډډه وکړي؛ څو حکومت د نجونو او ښځو پرمخ دولتي ادارې او ښوونځي پرانیزي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.