Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د علماوو ټولنه: ټولو نجونو ته دې په سالم چاپېریال کې د زده کړو زمینه برابره شي

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱): د افغانستان د علماوو علمي ټولنې، د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستل کېدو او د زده کړو لپاره د داسې چاپېریال چمتو کېدو غوښتنه کړې چې د منکراتو مخه په کې نیول شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۴۰۱ ښوونیز کال د روانې وري میاشتې په درېیمه پیل شوی؛ خو حکومت د نجونو لېسو او منځنیو ښوونځیو پیل تر بل امر پورې ځنډولی او ویلي یې دي چې دغه ښوونځي به د یوې طرحې له بشپړېدو وروسته پیل شي.

د افغانستان د علماوو علمي ټولنې په یوه سپارښتنه کې لیکلي: "شرعي نصوصو ته په کتلو دا په ډاګه کېږي چې مومنه ښځه هم د نارینه په څېر پوره حق لري چې شرعي او عصري علوم زده کړي؛ د عالمې او متعلمې په توګه له یوه پلوه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي او له بل پلوه د علم له ستر فضلیته برخمنې شي. له دې کبله له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه ده چې د نجونو د زده کړې دروازې پرانیزې او په دې اړه ټول خنډونه پورته کړي."

سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، په تېرو نظامونو کې د نجونو د زده کړو برخه کې «یو شمېر شرعي مخالفتونه موجود وو»؛ د هېواد له اوسني حکومت یې غوښتي چې نجونو ته د تعلیم او تعلم یو داسې چاپېریال چمتو کړي چې په کې «د دغو منکراتو» مخه نیول شوې وي.

سرچېنې لیکلي، سالم چاپېریال کې به نجونې وکولای شي خپلې زده کړې په پوره ډاډ او د شرعي اصولو په پامنیوي سره سرته ورسوي.

د علماوو یاده ټولنه لیکي: "زموږ له انده همدا د اسلامي امارت تر ټولو ستر مسوولیت او لومړیتوب دی."

سرچینه زیاتوي: "په ټولنه کې د ښځینه قشر د کار او موثریت ډګرونو ته په کتلو په تعلیمي نصاب او بهیر دواړو کې یو شمېر بدلونونو ته اړتیا ده؛ اسلامي امارت دنده لري چې د علماوو او پوهانو په مشوره د ښځو لپاره ځانګړی نصاب او د زده کړې ډګرونه وټاکي څو د هغوی د تعلیم اغیزې زیاتې شي."

د سرپرست حکومت لخوا تر امر ثاني پورې د نجونو ښوونځیو نه پرانیستلو پرېکړې په کور دننه او بهر غبرګونونه وپارول؛ امریکا په قطر کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره کېدونکې خبرې لغوه کړې او نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو تمویل وځنډاوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.