کابل (پژواک، ٢٢ وری ۱۴۰۱): د پوهنې وزارت مسوولین وایي، په دولتي ښوونځيو کې نږدې ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا ده چې په راتلونکو يو یا دوو کلونو کې به جذب شي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال په دولتي ښوونځیو کې ٢٠١٣٦٣ ښوونکو تدريس کاوه خو په يو يا دوو کلونو کې به ۶۹۰۳۹ نوي استادان جذب کړاى شي.
ریان وایي چې له یاد شمېره ۳۷۳۸۲ ښځینه او ۳۲۲۰۰ نارینه ښوونکو ته اړتیا ده چې له دې ډلې ۹۱۸۶ ښوونکي یوازې په پلازمېنه کابل کې ګومارل کېږي.
د نوموړی په خبره، د یادو ښوونکو له جذب سره به په دولتي ښوونځيو کې د ښوونکو شمېر ٢٧٠٤٠٢ ته پورته شي.
ریان زیاتوي چې د پوهنې وزارت غواړي د ښوونکو د کمښت ستونزه په لنډ مهال ډول د بالمقطع ښوونکو په جذب سره حل کړي.
نوموړی وایي: «د پوهنې وزارت پالیسي په عموم کې دا ده چې د ښوونکو د کمښت ستونزه په دایمي ډول حل کړي او رسمي استادان جذب کړي، خو د هېواد شرایطو ته پام سره نه شو کولای چې ټولې ستونزې په محدود وخت کې حل شي، نو ځکه اړتیا ده چې تر یو څه وخته پورې بالمقطع استادان هم استخدام کړو.»
هغه وویل چي د پوهنې وزارت ولایتونو ته په کتو ښوونکو ته خپل معیار ټاکلی، په ځینو کې د لیسانس په کچه او په ځینو کې له دوولسم ټولګیو فارغین هم جذبوي.
هغه وایي، په تېر نظام کې په ښوونځیو کې خیالي ښوونکو شتون درلود، خو د پوهنې وزارت غواړي چې د ارقامو د تایید او تصدیق پروسه ترسره کړي چې له مخې به يې خيالي استادان په ډاګه شي.
ریان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د نوي حکومت په راتګ سره په هېواد کې هيڅ ښوونځى تړلى نه دى پاتى خو په ځينو سيمو کې د تشکيل د نشتوالي له امله غير فعال دي.
د پوهنې وزارت د ویاند په وینا، په ١٣٩٨ کال کې په ټول افغانستان کې له ١٧٩٩٧ ښوونځي فعال او ٧٦٨ نور غیر فعال وو.
هغه همدارنکه وویل، په ۱۴۰۱ کال کې ٨٤٥٨ بابه ښوونځي فعال دي چې د همدغو ارقامو پر اساس ٤٦١ تعلیمي مرکزونه یا دوباره فعال شوي او یا نوي ایجاد شوي دي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې په دولتي ښوونځيو کې ٩٤٨٣١١٩ زده کوونکو زده کړې کولې.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړيو د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونې ښوونځي به تر ثاني امر پورې تړلي وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP