کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱) : د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي چې یوه ترکي شرکت غواړي په افغانستان کې د ساختماني توکو جوړولو فابریکه جوړه کړي.
دولتي اژانس باختر خبر ورکړی چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د (۷۷) په نوم یو ترکي ساختماني شرکت له مرستیال سره وکتل او په پېروزي ښارګوټي کې یې د پانګونې په تړاو ورسره خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، د یاد ترکي شرکت مرستیال د خپل شرکت د فعالیت په تړاو معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې غواړي د پېروزي ښارګوټي په صنعتي ساحه کې د ساختماني توکو د تولید یوه فابریکه جوړه کړي.
هغه په دې اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مرستیال حافظ محمد امین فاروقي څخه د پېروزي ښارګوټي په صنعتي سیمه کې له ۳۰ تر ۴۰ جریبه ځمکې غوښتنه وکړه.
په دې لیدنه کې فاروقي ویلي چې له ټولو هغو پانګه والو ملاتړ او هرکلی کوي چې غواړي د افغانستان په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوندو برخو کې پانګونه کوي.
نوموړي همدارنګه وویل، د یاد ترکي شرکت له غوښتنې سره سم به د پېروزي ښارګوټي له مسوولینو سره خبرې وکړې او تر سلا مشورو وروسته به د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې او د شرایطو سره سم به یې د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت په واک کې ورکړي چې خپل فعالیتونه پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې یو شمیر چینایي شرکتونو هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
Views: 337
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن