Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه چیني وګړي په بامیان کې له سلګونو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

بامیان (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): یوه چیني وګړي په بامیان کې له ۳۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د بامیان ولایت د رسنیو دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لن ګو ګیانګ (Lan guo giang)   په نوم یاد چیني وګړي وړمه ورځ (دوشنبې، د وري ۲۲مه) د بامیان له والي ملا عبدالله سرحدي سره له لیدنې وروسته وویل چې د دغه ولایت له ۳۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.

خبرپاڼه د یاد چیني وګړي له قوله لیکلي چې دغه خوراکي توکي د ده په خپل شخصي لګښت نن د بامیانو بېوزلو کورنیو ته ووېشل شول.

سرچینې لیکلي چې د بامیان والي د دې مرستې د هرکلي ترڅنګ ویلي، د دغه ولایت سیمه ییزه اداره د هر هغه چا ملاتړ کوي چې غواړي د بامیان له بېوزلو مرسته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، والي خپله یاد چیني وګړي ته څو اړې کورنۍ ور وپېژندې څو ورسره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.