مهترلام (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): د لغمان ولایت د کليو پراختيا او بيارغونې رييس وايي چې په دغه ولایت کې د تېر نظام یو شمېر پراختيايي پروژې نيمګړې پاتې دي.
مولوي محمد ظاهر زرکمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د مرکز مهترلام، الينګار، عليشنګ او قرغيو ولسواليو په ګډون په یو شمېر سيمو کې د ۱۳۵ میلیون، ۳۱۱زره ۱۱۶ افغانيو په ارزښت د يو شمېر پرمختيايي پروژو کارونه درېدلي دي.
ده زياته کړه چې په یادو پروژو کې استنادي دېوالونه، سربندونه، کیبلي موټر رو پول، کانګریټي سړک او د اوبو سولري شبکې شاملې دي.
نوموړي وويل: “د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا یونیسف له خوا زموږ سره ژمنه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به د هغو پروژو چارې بېرته پيل کړي چې له تېر نظام څخه نيګړې پاتې دي.”
ده زياته کړه چې د يادو پروژو د کار د بېرته پيلولو لپاره هڅې پيل شوې او هيله ده چې ژر يې کارونه پيل شي.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن