کابل (پژواک،۲۳ وری ۱۴۰۱): د هېواد مرکزي بانک له ټولو هغو کسانو چې د صرافۍ او پولي خدمتونو برخو کې له جواز پرته فعالیت کوي، غوښتي چې ژر تر ژره دې جواز ترلاسه کړي.
د افغانستان مرکزي بانک نن (سه شنبې) یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټول هغه کسان چې له جواز پرته په ناقانونه توګه د صرافۍ یا پولي خدمتونو برخه کې فعالیت لري، باید ژر تر ژره د مرکزي بانک د جواز اخیستو لپاره مراجعه وکړي.
دغه بانک زیاته کړې چې صرافان باید ژر تر ژره ناقانونه فعالیتونه بند کړي؛ له دې پرته له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
په ورته وخت کې مرکزي بانک له هېوادوالو غوښتي چې خپلو مسوولیتونو او خوندیتوب ته په پام، له هغو صرافانو او د پولي خدمتونو برخه کې فعالو کسانو سره چې قانوني جواز نه لري د تبادلې او حوالې معامله ونه کړي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن