ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا او هندوستان په افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت جوړولو ټینګار وکړ

امریکا او هندوستان په افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت جوړولو ټینګار وکړ

author avatar
12 Apr 2022 - 23:46
امریکا او هندوستان په افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت جوړولو ټینګار وکړ
author avatar
12 Apr 2022 - 23:46

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱) : امریکا او هندوستان یو ځل بیا په افغانستان کې پر یوه ټول ګډونه حکومت جوړولو ټینګار کړی او له دغه هېواد سره یې د مرستو ژمنې کړې دي.

دامریکا دفاع وزیر لوی‌ اسټن او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن، د «هند-امریکا د ۲+۲ وزیرانو» په نامه یوه غونډه کې چې پرون(دوشنبه) جوړه شوې وه؛  د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او دفاع وزیر راجنات سینګ د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته وفادار پاتې شي.

د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو د ټینګار تر څنګ ژمنه وکړه چې د افغانستان په اړه به له نژدې سلا مشورې ولري؛ څو «ټول افغانان یوه ټول ګډونه او سوله ییزه» اینده ولري. دوی دغه راز د افغانستان اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په اړه هم وغږېدل.

د هند او امریکا یادو وزیرانو د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته په پام، پرېنږدي چې افغانستان بیا د “ترهګرو په روزنتون” بدل شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۵۹۳ پرېکړه لیک کې د افغانستان په هکل راغلي چې د افغانستان خاوره باید هیڅکله د بل هېواد پر ضد د بریدونو او ګواښونو لپاره ونه کارول شي؛ د ترهګرو په پناه ځای یا روزنتون بدل نشي، یا هم په هغه ځای کې او یا له هغه ځایه ترهګریز بریدونه طرحه او تمویل نشي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، له دې وړاندې د متحده ایالتونو، اروپایي ټولنې او اروپایي هېوادونو استازو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی و چې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام د افغانستان د سرپرست حکومت کړنو او نړیوال مکلفیت ته د دې ډلې پابندۍ پورې اړه لري.

دغه راز سرچینې زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د بشري کړکېچ پر وړاندې اقدام د نړیوالو بشري قوانینو ته پاملرنه ایجابوي.

د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو دغه راز د اوکراین د کړکېچ په اړه او په هغه هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي پر سملاسي درېدلو ټینګار او بحث وکړ او په یوه غږ یې د ملکيانو وژل وغندل. پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د روسي ځواکونو له خوا د ملکي اوکراینیانو د وژنو رپوټونه ورکړل شوي دي.

[/restrict]

Views: 279

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.