Language

د هزاره او کوچيانو خپلمنځي شخړې هواري لپاره شورا جوړه شوه

میدان ښار (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کوچيانو او هزاره قومونو ترمنځ د اوږدې خپلمنځي شخړې د حل په موخه شورا جوړه شوه.

د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياده شل کسیزه شورا د والي محمد امین عمري په لارښوونه تېره ورځ جوړه شوې چې مشري به يې سید هاشم جوادي بلخابي کوي.

سرچينې ويلي چې دغه شورا به د ياد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې وي او د دواړو قومونو ترمنځ د شته ستونزو د هر اړخیز حل لپاره کار کوي.

د يادونې ده، د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې له نږدې دوو لسیزو راهيسې څو ځلې وسله والې نښتې شوې چې مرګ ژوبله يې هم درلوده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.