Language

د کډوالو نړیوال سازمان: تمه ده چې نجونو او هلکانو ته د یو شان زده کړو زمینه برابره شي

کندهار (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان وایي، تمه لري نجونو او هلکانو ته د یو شان زده کړو زمینه برابره شي؛ څو وکولای شي د افغانستان راتلونکې سوله تامین کړي.

دغه څرګندونې نن (چهار شنبه) د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مرستیالې یومیکو تکاشیما په کندهار کې د نجونو د یوه ښوونځي نوې ودانۍ د پرانیستې پر مهال وکړې.

د نجونو عالي لېسې دا ودانۍ د کندهار د ۹مې ناحيې اړوند په میرزا محمد خان کلاچه سیمه کې پرانیستل شوه چې د رغونې چارې يې په شاوخوا ۱۰ میاشتو کې بشپړې شوې دي.

پر دې پروژې ۲۵۷ زره ۶۵۹ ډالر لګښت راغلی چې د جاپان هېواد له خوا ورکړل شوی او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې/UNHCR په همکارۍ تطبیق شوې ده.

یومیکو تکاشیما د دغه ښوونځي لپاره د نوې جوړې شوې ودانۍ د پرانیستې پر مهال وویل، کله چې نجونې او هلکان زده کړې کوي نو کولای شي د خپل هېواد د راتلونکې لپاره سوله تامین کړي.

هغې زیاته کړه: ((موږ ویاړو چې ښوونځي پرانیزو، تر اوسه مو په کندهار کې ۳ ښوونځي پرانیستي دي، موږ تمه لرو چې نجونو او هلکانو ته د یو شان زده کړو اسانتیاوې برابرې شي، هغوی زده کړې وکړي او د افغانستان د راتلونکې لپاره سوله تامین کړي.))

زده کوونکي خوشحاله دي چې د زده کړې لپاره مجهزه ودانۍ ورته جوړه شوې ده. دغه راز دوی غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته هم نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړل شي.

د دې لیسې یوې زده کوونکې زهرا پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې یې په خېمو کې زده کړې کولې؛ خو اوس ودانۍ ورته جوړه شوې نو په ښه چاپېریال کې به زده کړې کوي.

نوموړې وایي: ((موږ خوشحاله یو چې د ښوونځي نوی تعمیر راته جوړ شو، اوس باید د لوړو ټولګیو زده کوونکو ته هم اجازه ورکړل شي چې موږ سره یو ځای زده کړو ته دوام ورکړي.))

د سیمي اوسېدونکي هم غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو ته هم باید اجازه ورکړل شي؛ ځکه تر دوه سوه ورځې ډېرې وشوې چې د لوړو ټولګیو زده کوونکې له زده کړو بې برخې دي.

د میرزا احمد خان کلاچې یو اوسېدونکی حاجی سردار محمد وايي، دوی تل د تعلیم په برخه کې د هلکانو او نجونو ملاتړ کړی دی او اوس یې هم کوي؛ نو لازمه ده چې د نجونو لوړ ټولګي هم ژر تر ژره پيل شي.

هغه زیاته کړه: ((تعلیم د هېواد تر ټولو مهمه اړتیا ده، دا چې د نجونو لوړ صنفونه لا هم بند دي په دې موږ نه پوهیږو؛ خو له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې له اسلامي اوصولو سره سم نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي؛ ځکه چې په ټولنه کې نارینه او ښځو دواړو ته د زده کړو سخته اړتیا شته.))

په همدې حال کې، د کندهار د پوهنې رییس مولوي فخرالدین نقشبندي له مرستندویه ادارو څخه مننه وکړه چې د پوهنې په برخه کې کار کوي او د ښوونځيو ودانۍ رغوي.

هغه د نجونو د زده کړو په اړه وویل، په کندهار کې دوی پوره چمتووالی لري خو د نجونو د لوړو ټولګیو د بیا پیل لپاره د مرکز امر ته ګوري.

ده دغه راز وویل، په کندهار کې زرګونو ښوونکو ته اړتیا ده او د راتلونکي تعلیمي کال لپاره به ۳۸۰۰ د ښوونکو نوي بستونه اعلان کړي.

ده زیاته کړه: ((موږ د نجونو د لوړو ټولګیو د پيل لپاره پوره چمتووالی لرو، خو یو د ښوونکو کمښت دی چې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره به ۳۸۰۰ نوي بستونه اعلان کړو؛ ځکه د کندهار د پوهنې لپاره په تېرو کلونو کې هیڅ کار نه دی شوی.))

دا په داسې حال کې ده چې ۱۴۰۱ ښوونیز کال د روانې وري میاشتې په درېیمه پیل شوی؛ خو حکومت د نجونو لېسو او منځنیو ښوونځیو پیل تر بل امر پورې ځنډولی او ویلي یې دي چې دغه ښوونځي به د یوې طرحې له بشپړېدو وروسته پیل شي.

یادې پرېکړې په کور دننه او بهر غبرګونونه وپارول؛ امریکا په قطر کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره کېدونکې خبرې لغوه کړې او نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو تمویل وځنډاوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.