کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۱): نیویارک ټایمز ادعا کړې چې د تېر حکومت ۴۹۰ نظاميان او کارکوونکي د افغانستان د سرپرست حکومت ځواکونو له خوا وژل شوي یا نادرکه شوي، خو حکومت دغه راپور «ناسم او مغرضانه» بولي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره ورځ (سه شنبې) په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت د جوړېدو یوازې په شپږو میاشتو کې د تېر حکومت ۴۹۰ نظامیان او کارکوونکي وژل شوي یا نادرکه شوي دي.
د دې امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، په یادو کسانو کې د افغانستان د تېر حکومت د نظامي او ملکي منسوبینو خپلوان هم شامل دي.
نیویارک ټایمز ویلي: ((دغه راپور په تېرو اووه میاشتو کې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې جوړ شوی، تر اوسه تر ټولو پراخه څېړنه د تېر حکومت د نظامي او ملکي کارکوونکو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستو پّ اړه شوې ده.))
سرچینه لیکلي، د دغه راپور لپاره د هېواد له ۳۲ ولایتونو معلومات راټول شوي دي.
خو د حکومت مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني د نیویارک ټایمز د دغه راپور په اړه پژواک ته وویل: ((د نیویارک ټایمز راپور له حقیقته لرې او مغرضانه دی، شمېرې او جزئیات یې ټول جعلي دي.))
نوموړی زیاتوي چې د افغانستان وګړي نن په خپل هېواد کې ارام ژوند لري، ځان، مال او ابرو یې خوندي دي.
خو نوموړي ټینګار وکړ: ((اسلامي امارت د خپلې عمومي بښنې سیاست ته ژمن او پابند دی، د نیویارک ټایمز د مغرضانه راپور موخه د افغانانو ترمنځ د بدبینۍ او کرکې رامنځته کېدل دي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP