غزني (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د غزني موزیم د یو شمېر هغو تاریخي اثارو رغونه یې پیل کړې چې د وخت په تېرېدو زیانمن شوي وو.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د زیانمنو شوو تاریخي اثارو د ترمیم چارې د مسلکي فني ډلې له خوا تازه پیل شوې چې په ترڅ کې به یې لسګونه زیانمن شوي تاریخي اثار ورغول شي.
هغه زیاته کړه، د دې چارې د پېلولو پلان له پخوا څخه و خو د تاریخي اثارو په ترمیم کې د کارېدونکو کېمیاوي توکو له کمښت سره مخ وو.
دی وايي، اوس یې دا توکي تر لاسه کړي او په وسیله به یې ټول هغه تاریخي اثار ورغوي چې رغولو ته اړتیا لري.
نوموړي تاریخي اثار د هېواد له مهمو شتمنیو وبلل او ټینګار یې وکړ چې ساتنې ته به یې پوره پام کوي.
هغه وویل، د غزني په موزیم کې زرګونه لرغوني اثار شته چې په اسلامي او بودايي دورو پورې تړاو لري او قدامت یې سلګونو او زرګونو کلونو ته رسېږي.
د غزني موزیم عمومي مدیر محمد اصف حنفي وايي، اوسمهال د دغه موزیم په نندارتون کې د اسلامي دورې ۱۵۰ اثار شته چې ډېر یې د غزنویانو او تېموریانو په دورو پورې اړه لري او ۱۲۰۰ نور اثار په زیرمتون کې ساتل کېږي.
د ده په خبره، شاوخوا ۱۰۰ تاریخي اثار مسلکي ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري چې کار یې پیل شوی دی.
دی زیاتوي، هر کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسلکي انجینران د تاریخي اثارو د رغونې په موخه غزني ته راځي او له سیمه ییزو همکارانو سره یو ځای زیانمن شوي اثار پاک، وقایه او ترمیموي.
د غزني اوسېدونکي د چارواکو د دغه اقدام هرکلی او د تاریخي اثارو د ښې ساتنې غوښتنه کوي.
د غزني ښار اوسېدونکي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، څو کاله مخکې د موزیم ودانۍ ته څېرمه د پخواني حکومت د ملي امنیت ادارې پر ودانۍ موټر بم برید وشو چې دروند زیان یې واړوه.
هغه زیاته کړه، د چاودنې له امله نه یوازې د موزیم ودانۍ ځینې برخې ونړېدې بلکې یو شمېر تاریخي اثار مات او زیانمن شول.
نوموړی غوښتنه کوي چې د موزیم زیانمن شوي اثار دې په مسلکي بڼه ورغول شي او په سمه توګه دې خوندي کړای شي.
لیکوال او ژورنالیست اسدالله بلهار وايي، د غزني موزیم د سیمې په کچه یو بډایه موزیم دی چې د چارواکو پاملرنې ته اړتیا لري.
هغه پژواک ته وویل، په دې وروستیو کې د دغه موزیم ځينې اثار مات شوي چې رغول یې یو ښه ګام دی.
خو ده یادونه وکړه چې اوسمهال د دغه موزیم یوازې ۱۵۰ اثار په نندارتون او پاتې شاوخوا ۱۲۰۰ بودايي اثار په ډیپو کې ساتل کېږي چې نندارې ته د وړاندې کولو زمینه یې نه ده برابره شوې.
د غزني موزیم په ۱۳۵۶ لمریز کال کې جوړ شوی او هره ورځ لسګونه لیدونکي لري چې ډېری یې زده کوونکي او محصلان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP