ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې ځینو ماشومانو لرګینو وسلو جوړولو ته مخه کړې

په تخار کې ځینو ماشومانو لرګینو وسلو جوړولو ته مخه کړې

author avatar
14 Apr 2022 - 13:28
په تخار کې ځینو ماشومانو لرګینو وسلو جوړولو ته مخه کړې
author avatar
14 Apr 2022 - 13:28

تالقان (پژواک، ٢٥ وری ١٤٠١): د تخار مدني فعالان وایي، په دغه ولایت کې ځینو ماشومانو لرګینو وسلو جوړولو ته مخه کړې او یو بل ته کمینونه نیسي.

دوی وایي، وروستیو جګړو د ماشومانو پر ژوند منفي اغېز کړی او دا مهال د تخار په ځینو سیمو کې ماشومانو درس او زده کړې پرېښې؛ له لرګیو وسلې جوړوي او لوبې پرې کوي.

په تخار کې مدني فعال اسدالله زمري پژواک ته وویل، په هېواد کې څلوېښت کلنې جګړې ناوړه پایلې لرلې دي.

د هغه په وینا، کوکچې ته څېرمه ځینو ولسوالیو کې یو شمېر ماشومان ښوونځي ته د تګ پر ځای له لرګیو وسلې جوړوي او خپل ډېر وخت په خپلو منځو کې یو بل ته په کمین نیولو تېروي.

زمري وویل، که دې موضوع ته پاملرنه ونه شي، دغه ماشومان به راتلونکي کې افغاني ټولنې ته یو بل سرخوږی شي.

دغه راز بل مدني فعال عبدالسمیع پژواک ته وویل، تېرو جګړو زرګونه کورنۍ بېځایه کړې؛ اقتصاد یې فلج کړ او سربېره پر دې اوس په کورونو کې د وسلو لرل او ماشومان جنګي مهارتونو ته هڅول هم په یو فرهنګ بدل شوی.

د هغه په خبره که کورنۍ خپل ماشومان درس او تعلیم ته وهڅوي کولی شو چې یو ودان افغانستان ولرو.

نوموړي په هېواد کې د ښوونځيو او تحصیلي مرکزونو پر بندېدو اندېښنه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې د تعلیمي او تحصیلي ادارو دروازې دې د ټولو پر مخ پرانیزي.

نظامي کارپوه ډګروال محمد چې په تخار کې اوسېږي وایي، په هېواد کې اوسنۍ فضا د دې لامل شوی څو ماشومان له وسلو سره ډېره لیوالتیا ولري.

هغه زیاتوي: “افغانستان کې چې هر لوري ته ګورئ نو سترګې مو په وسلو لګېږي؛ په ټولو عامه ځایونو، اکاډمیک چاپېریال او ښارونو کې نظامیان له بېلا بېلو وسلو سره لیدل کېږي چې دا خپله پر ماشومانو ناوړه اغېزه کوي.”

د دغه نظامي کارپوه په خبره، نوی حکومت باید اکاډمیک چاپېریال په ځانګړي ډول ښوونځیو او پوهنتونو ته له وسلو او نظامي لباس سره د نظامیانو د ورتلو مخه ونیسي؛ څو له درس او تعلیم سره د ماشومانو لېوالتیا زیاته شي.

په همدې حال کې د تخار د اطلاعاتو او کلتور رییس انصارالله انصار، وسلو جوړولو ته د ماشومانو مخه کولو لامل په تېرو کلونو کې زده کړو ته د امن فضا نشتوالی یادوي او وايي، اوس په ټول هېواد په ځانګړي ډول تخار کې امن دی او حکومت هڅه کوي چې ماشومانو او ځوانانو ته د جنګي فضا پر ځای د تعلیم او تحصیل فضا برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تخار د افغانستان د شمال ختیځو هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې د تېرو ۲۰ کلونوکې د جنګونو شاهد و.

Views: 487

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.