Language

پر اقصی جومات د اسرائيلي پوځیانو برید کې ۱۵۲ لمونځ کوونکي ټپیان شوي

[contact-form][contact-field label=”Name” type=”name” required=”true” /][contact-field label=”Email” type=”email” required=”true” /][contact-field label=”Website” type=”url” /][contact-field label=”Message” type=”textarea” /][/contact-form]

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۱): اسرائیلي پوځیانو د جمعې ورځ پر اقصی جومات برید کړی او ۱۵۲  لمونځ کوونکي یې ټپیان کړي دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي چې د دې پېښې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

د راپورونو له مخې، اسرائیلي پوځیانو سهار مهال پر جومات برید وکړ، لمونځ کوونکي یې وایستل او جومات یې بند کړ.

عربي رسنیو خبر ورکړی چې د روژې میاشتې له پیل راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د فلسطینیانو او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ کړکېچ روان و چې له امله یې تر اوسه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه راز په ځوابي بریدونو کې هم د درېیو پولیسو په ګډون ۱۴ یهودان وژل شوي دي.

د فلسطین د حماس ډلې د اسرائيلو ياد برید غندلی او  ګواښ یې کړی چې غچ به یې اخلي.

بلخوا د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د اسرائیلي پوځیانو دغه برید په کلکه غندلی دی.