کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۱): د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې په وزیرستان کې په تازه بریدونو کې ۱۴ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځایي امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې له پرون راهیسې درې بریدونه په شمالي وزیرستان او یو برید په سوېلي وزیرستان کې ترسره شوی دی.
سرچینو ویلي چې د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په دیګان سیمه کې د پاکستان د پوځ پر یوه موټر برید شوی چې د یوه افسر په ګډون په کې اووه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا ځایي رسنیو خبر ورکړی چې د سوېلي وزیرستان په میرعلي سیمه کې هم په یوه وسله و ال برید کې یو سرتېری وژل شوی دی.
دغه راز په یوه بله پېښه کې، د مکین تحصیل په تبۍ سیمه کې هم یو سرتېری ټپي شوی دی.
پاکستاني طالبانو د یادو ټولو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP