Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دايکنډي مستوفيت په تېرو درېيو مياشتو کې ٤٢ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي

نيلي (پژواک، ٢٦ ورى ١٤٠١): د دايکنډي سيمه ييز مسوولين وايي، د تېر کال په وروستيو درېيو مياشتو کې د دغه ولايت مستوفيت ٤٢ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

د دايکنډي ولايت مقام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ١٤٠٠لمریز کال د ژمي په وروستيو درېيو مياشتو کې ددغه ولايت مستوفيت ٤٢ ميليونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

دغه موضوع د دايکنډي ولايت مقام په عمومي غونډه کې مطرح شوې او د عوايدو راټولولو د لارو چارو په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، دغه عوايد له دولتي ادارو، خصوصي سکټور، خلکو او هټۍوالو څخه ترلاسه شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ټينګار شوى چې دولتي ادارې او نور کسان بايد په ټاکلي وخت خپله ماليه تحويل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.