Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزي پر افغان خاورې د پاکستان هوایي بریدونه غندلي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱) : پخواني ولسمشر پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان جېټ الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او لسګونو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. په دې بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته اوښتې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو بریدونو په غبرګون کې په یوه خبرپاڼه کې دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

هغه  دغه بشري ضد جنایت د افغانستان د ملي واکمنۍ نقض کول او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بللی دی.

حامد کرزي د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره -چې د افغانستان خلک یې له کلونو راهیسې قرباني دي- په خپلو تګلارو او کړنو کې بدلون راولي او له افغانستان سره د نېکو او متمدنو اړیکو لار خپله کړي.

پخواني ولسمشر په دغو بریدونو کې د قربانیانو کورنیو ته د خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت ددې بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی؛ بلخوا پاکستان هم د افغانستان سفیر احضار کړی و.

په ورته مهال په خوست ولایت کې سلګونو کسانو د پاکستان پر ضد لاریون کړی دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.